سیمه ییز خبرونه

د فراه ولایت په زندان کې شاوخوا پنځوس تنه زندانیان د کوما په حالت کې دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په فراه ولايت كې د ۱۶۷ تنو بنديانو د نه خوړلو اعتصاب دولسمې ورځې ته وغځېد.

د فراه په زندان كې يو سلو اووه شپېتو زندانيانو له دولسو ورځو را په دې خوا څه نه دي خوړلي، دوى دولس ورځې وړاندې د دې له امله، چې د ولسمشر حامد كرزي د فرمان له مخې يې د بند په موده كې كموالى نه دى راغلى او د زندان د چارواكو له خوا ورسره نا سم چلند كېږي د نه خوړلو په اعتصاب لاس پورې كړ.

يو شمېر دغه بنديان وايي، چې د ګڼ شمېر اعتصاب كوونكو بنديانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى او شاوخوا پنځوس تنه د كوما په حالت كې دي چې ښايې ژوند له لاسه وركړي.

د فراه د زندان امر عبدالقيوم اعظمي وايي، تر اوسه د دغه اعتصاب د ختمولو په موخه د دوى هڅې بې پاېلې دي.

نوموړى زیاتوي، چې ټول بنديان په يوه بلاك کې دې، دوى د بلاك دروازه تړلې او هېچا ته د د ننه كېدو اجازه نه وركوي، نوموړى زياتوي د دې له امله، چې زندانیانو د بلاك دروازه تړلې ده د زندان چارواكي نه شي كولاى، چې د دوى درملنه وكړي.

Trending

Exit mobile version