بی بی سی پښتو

د فرح اکبر وژنه؛ کویت کې د ښځو د خوندیتوب غوښتنې په ډېرېدو دي

Published

on

AFP
کوېټۍ مېرمن چې د خپل هېواد بیرغ سره یې ماسک اغوستی دی.

دانه اکبر د خپلې خور د مړینې د خبر تر اورېدو وروسته کړېکو او ساندو کې وايي “درته ومې ویل چې دی به یې ووژني. اخر یې هم خور راووژله!… حکومت چېرته دی؟”.

دا شېبه په ویډېو کې ریکارډ شوې او خپرېدو سره یې د کویت لروبر کې د غم او غوسې څپه را پورته شوې ده.

فرح حمزه اکبر تېره اوونۍ کویت کې ووژل شوه.

دا په داسې حال کې ده چې د کورنۍ غړو یې له وړاندې چارواکو ته ویلي هم و چې له یو ځوروونکي کس یې خوندي کړي.

د رپوټونو له مخې هغه د خپلې لور او خورزې د سترګو پر وړاندې تښتول شوې وه.

د کورنیو چارو وزارت لخوا په دې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې فرح اکبر یوه سړي له خپل موټر کښته او له ځان سره نامالوم ځای ته وړې وه.

هغه وروسته د یوه روغتون مخ ته غورځول شوې چې ډاکترانو بیا مړه اعلان کړه.

اعلامیه وايي د پېښې عامل نیول شوی او منلې یې ده چې فرح اکبر یې سینه کې په چړې وهلې ده.

هغه په لومړۍ درجه وژنه تورن شوی چې کویت کې یې سزا اعدام دی.

د فرح کورنۍ ځايي رسنیو ته ویلي چې دوی له دې سړي سره پېژندګلوي نه لري او وړاندې یې د هغه د ځورونو په اړه شکایت ثبت کړی و.

د انصاف لپاره اوږده لار په مخ کې ده

Getty Images
کویت کې د فرح اکبر په ملاتړ مظاهر.

دې پېښې کویت کې له ځورونې او زورزیاتي د ښځو د لا ډېر خوندیتوب لپاره له وړاندې پورته شوی غږ پیاوړی کړی دی.

د روان کال لومړیو کې ښځو سره د تاوتریخوالي بې شمېره پېښو ته د پام اړولو لپاره پر خواله رسنیو د #Lan_ Asket (چپ به نه شم) کمپاین وچلول شو.

وروستیو کلونو کې د کورنیو د غړو لخوا د ښځو د وژل کېدو د بېلابېلو پېښو د رپوټونو خپرېدو د دې اړتیا ښکاروله چې مېرمنو ته د خوندیتوب د احساس ورکولو لپاره باید قوانین جوړ او ټولنیز بدلون رامنځ ته شي.

تېر سپتمبر کې د کورني تاوتریخوالي په تړاو قانون تصویب شو. دې ته د یوه رغند او مثبت ګام په سترګه کتل کېږي.

دې کې مېرمنو لپاره د سرپناه برابرولو پلان هم شامل دی چې قربانیانو ته د زیاتي کوونکو د لاسرسي مخه نیسي.

خو له دغو هڅو سره سره پر دې لار د لا نور مزل او نورو ګامونو د پورته کېدو د اړتیا یادونه کېږي.

د فرح اکبر تر وژل کېدو وروسته ګڼ شمېر ښځې او سړي پارلمان ته نږدې اراده څلور لاره کې د دې لپاره راټول شول چې دا پېښه وغندي.

دا میاشت همدې ځای ته نږدې فاطمه العجمي هم د خپل ورور لخوا په ډزو وژل شوې وه.

هغې د ساتونکې په توګه دنده پر مخ وړه او کویت کې د خپلو کورنیو د غړو لخوا د ښځو د وژل کېدو د ګڼو نورو پېښو په څېر د دې پېښې د لامل بشپړ جزیات هم مالوم نه شول.

د کویت د جزا قانون کې هغو سړیو لپاره سپکه سزا پام کې نیول شوې چې د کورنۍ کومه ښځینه غړې د فحشا په جرم وژني.

که څه هم فعالانو کلونه کلونه د جزا قانون د دې مادې د لغوه کېدو لپاره منډې ترړې او کمپاینونه کړي، خو ځای یې نه دی نیولی.

هغه غږونه چې پخوا نه اورېدل کېدل

AFP
کویټ ښار کې مېرمنې

د خواله رسنیو مجازي نړۍ کې اوس داسې ګڼ شمېر غږونه راپورته او اورېدل کېږي چې پخوا د ښځو د حقونو په تړاو بحثونو کې نه اورېدل کېدل.

په خواله رسنیو د هویت د پټ پاتې کېدو امکان د غږ اوچتوونکي لا زړور کړي دي.

کویت کې فېمینیستي حرکت د ډېر محافظه کار او اکثریت قوم بدوي د ښځو د یوې ډلې لخوا اداره کېږي.

د دغه حرکت ښځې غوره ګڼي چې هویت یې پټ وساتل شي او بي بي سي سره د خصوصي پیغامونو له لارې خبرو ته چمتو شوې دي.

دوی تېر کال انلاین غونډې پیل کړې او اوس وايي د فېمینیستانو په یوې داسې ډلې اوښتي چې د بې وطنه بدوي قوم، کورنیو بهرنیو کاریګرو او د ټرانس جنسیتو په څېر د زیان منونکو ډلو په ګډون، کویټ کې د ټولو مېشتو ښځو د ژوند په اړه غور کوي.

دوی له ځورونې او تاوتریخوالي د ښه خوندیتوب لپاره د قوانینو په اړتیا ټینګار کوي.

دغه فېمینیستانې زیاتوي چې ټول کویت کې ښځې د ورپېښو ګواښونو په ثبتولو کې له ستونزو سره مخامخ دي او قضیې ېی جدي نه نیول کېږي.

خو زیاتوي چې قبایلي ښځې تر ټولو ډېرې کړاو سره لاس ګریوان دي او چارواکي یې شکایتونو سره د کورنیو مسایلو په توګه چلن کوي.

د دغه ګروپ یوه غړې وايي: “د کویت د بدوي (قوم) ښځو ستونزو د کورنیو له دننه پیلېږي، ځکه دا قوم په حکومت کې دننه بل حکومت دی. بدوي ښځې د خپلو کورنیو او خپل ټول چاپيریال لخوا پر هغوي دغه تپل شوې وضعیت منلی دی.”

اضافه خنډونه

Getty Images
د کویټ پارلمان کې استازي پر یوه مسله پرېکړه کوي.

فعاله حدیل الشمري چې د کویت له سل زرو د ډېرو بې وطنه بدوي قوم اړوند ده، وايي، د دې په څېر مېرمنې خو د مرستې د غوښتو پر خلاف له لا ډېرو ستونزو سره مخامخېږي.

د دغه قوم غړي چې د کویت د تابعیت رسمي اسناد نه لري، چارواکو سره د ځورونې او زور زیاتي شکایت نه شي ثبتولی.

ډېر یې زدکړو ته په لاسرسي او د قانوني کار موندلو کې هم له ستونزو سره مخامخ دي.

حدیل وايي دغو ستونزو د ښځو کړاو لا پسې ډېر کړی دی:

“موږ له نورو ښځو سره کړاو کې هم شریک یو، خو بدوي ښځې له دې هم کړېږي چې په کمزوري دریځ کې دي.”

وکیله او فعاله عمانیه اشرف وايي که څه هم شخصآ یې ګواښ نه دی تجربه کړی، خو ټولنه کې ښځو ته پر پېښو خطرونو خبره ده.

نوموړې وايي: “که یوازې زه، زما ملګرې او کورنۍ خوندي ژوند لري نو دا په دې معنا نه ده چې ټولې ښځې دې خوندي وي. د فراح قضیه په ځورولو پیل شوه او په قتل پای ته ورسېده. نو ښځې خوندي نه دي.”

Trending

Exit mobile version