لوبی
د فیفا فوټسال نړیوال جام پر اړتیاوو پوهېدل اړین دي
د دې لوبې اسانه ترسره کېدا او د لاسرسي ښهوالي د فوټسال د روزونکیو لپاره یوه لازمي سرچینه ګرځیدلې، چې موخه یې د لوبغاړو وده او بریا ده؛ خو د فوټسال مقررات پیچلي دي – په ځانګړي توګه هغه، چې د فیفا په سږني فوټسال نړیوال جام لپاره پلي کیږي.
فوټسال په تېرو څو لسیزو کې له نړیوال شهرته برخمن شوی او د یوې سرچینې د اټکل له مخې په ټوله نړۍ کې ۱۲ میلیون لوبغاړي دا لوبه ترسره کوي.
د دې لوبې اسانه ترسره کېدا او د لاسرسي ښهوالي د فوټسال د روزونکیو لپاره یوه لازمي سرچینه ګرځیدلې، چې موخه یې د لوبغاړو وده او بریا ده؛ خو د فوټسال مقررات پیچلي دي – په ځانګړي توګه هغه، چې د فیفا په سږني فوټسال نړیوال جام لپاره پلي کیږي.
دلته هغه څه دي، چې تاسې ورته اړتیا لرئ او باید پرې پوه شئ.
یوه لوبه ۴۰ دقیقې غځیوي. دا په حقیقت کې ۴۰ دقیقې توپ په لوبه کې وي؛ ځکه کله، چې غږ پورته کیږي – کله، چې توپ له ډګره وځي تېروتنه اعلانیږي – وخت ساتونکي ساعت بندوي، چې لوبه بیا پیل شي.
دوه ۲۰ دقیقې نیمه پر ۱۵ دقیقو ځنډ وېشل کیږيي. که د غوراوي پړاو لوبه له ۴۰ دقیقو وروسته مساوي شي؛ د اضافي وخت دوه پېنځه دقیقې دورې به ترسره شي.
لوبډلې
د ازبکستان ۲۰۲۴ لوبډلې ۱۴ لوبغاړي لري. هره لوبډله په یو وخت کې پېنځه لوبغاړي لري؛ څلور ډګرني لوبغاړي او یو ور یا ګول ساتونکی دی؛ خو که ایستل شوي نهوي.
بدیلونه
روزونکي کولی شي لامحدود بدیلونه رامنځته کړي. لوبغاړی څو ځله بدلیدلی شي؛ د لوبغاړي د بدلیدنې لپاره هیڅ محدودیت نشته.
د څلور ثانیې قاعده یا قانون
یو ور ساتونکی باید توپ په خپله نیمه کې له څلور ثانیو ډېر ونه ساتي او باید خوشې یې کړي. که هغه دا کار ونکړي؛ سیالې لوبډلې ته به یوه غیر مستقیمه توپوهنه وبښي. دا توپوهنه د کارنر په ګډون هم باید په څلور ثانیو کې تر سره شي کنه سیاله لوبډله به له غیر مستقیمې ازادې توپوهنه برخمنه شي.
ګول ساتونکي پخپل واک کې لري
یو ځل، چې ورساتونکي په خپله نیمه کې توپ لمس کړ؛ تر هغې، چې سیال د توپ مالکیت ونلري؛ اجازه نه ورکول کیږي، چې بیا په خپله نیمه کې دننه هغه لمس کړي.
توپوهل
هیڅ توپوهنه نشته. کله، چې توپ له کرښې ونهوځي یا کارنر نهوي توپ باید بېرته دننه شي.
راټول شوي فولونه یا تېروتنې
کله، چې یوې لوبډلې په یوه نیمه کې پېنځه تېروتنې یا فولونه کړي وي؛ هر ورپسې فول یا تېروتنه به د دوی سیال ته د دوهیمې پینالټۍ له ځای څخه ( ۱۰ مټرۍ) د سیالې لوبډلې د ور پر لوري پرته له خڼده توپ وهنه تر سره کوي. که تېروتنه یا فول ور یا ګول ته نږدې رامنځته شوې وي؛ کولی شي له همغه ځایه ووهل شي چېرته، چې رامنځته شوې ده. د لومړۍ نیمه تېروتنه یا فول په نیمه لومړۍ کې پاکیږي؛ خو د دوهیمې نیمې تېروتنې یه فول د اړتیا له مخې په اضافي وخت کې ترسره کیږي.
سره کارتونه
لوبغاړي د دوه ژیړو کارتونو یا مستقیم سور کارت له ډګره ایستل کیږي. بیا د دوی لوبډله یوازې له څلور لوبغاړو سره لوبه کوي تر هغې، چې سیال ګول ته ورسیوي یا دوه دقیقې لپاره. که سیال ګول ووهي، یا یو ځل دوه دقیقې پوره شي که نه، یو بدیل لیږل کیدی شي. ایستل شوي لوبغاړي لوبې ته د داخلېدو اجازه اجازه نلري.
چټک ورساتونکي یا ګول کیپران
چټک ورساتونکی هغه وخت وي، چې د ورساتنې لوبغاړی لنډمهاله راودانکي او د ورساتونکي دنده پرغاړه واخلي. دا کار هغه وخت ترسره کېدی شي، چې یوه لوبډله وروسته پاتې وي او هڅه کوي په برید کې له سیالې ډلې مخکې شي. یو چټک ورساتونکی باید تر شا د ورساتونکې جامې پخپل نمبر ولري.
ټایم اوټونه یا وخت تېرونه
هر مشر روزونکي یو ټایم اوټ لري، چې له کبله یې ۶۰ ثانیې لوبه له خپلو لوبغاړو سره د خبرو لپاره درولی شي. یو مشر روزونکی کولی شي یوازې هغه وخت ټایم اوټ اعلان کړي، چې توپ له لوبې ووځي او لوبډله یې بیا پیل کړي. په اضافي وخت کې ټایم اوټ نه وي.
د پینالټۍ وهل
که د ناک آوټ پړاو لوبه د اضافي وخت وروسته مساوي شي؛ د پینالټي وهل پایله ټاکي. هره هغه لوبډله، چې وروسته له پېنځه پینالټۍ مخکښه شي؛ ډګر ته ځي. که له پېنځه پینالټۍ وروسته بیا هم لوبډلې مساوي شي کچه وي، ناڅاپي مرګ به رامنځته شي. هغه لوبغاړي، چې ټپي شوي یا له لوبې څخه وتلي وي د پینالټۍ اجازه نلري.
لوبغاړي اجازه لري، چې د پینالټۍ په بهیر کې د ورساتونکي دنده تر سره کړي. لوبډلو ته اجازه ورکول کیږي، چې د پینالټۍ پرمهال خپل ورساتونکي بدل کړي.
لوبی
افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې د پېنځه یو ورځنۍ لوبـو لړۍ وګټله
په دې لوبه کې رحمت شاه پر ۱۳۳ توپونو ۱۴۳ منډې وکړې او صدیقالله اتل هم پر ۱۱۲ توپونو ۹۸ منډې ترسره کړې.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو د لړۍ په پېنځمه او وروستۍ لوبه کې ایرلینډ ته د شپږ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه او له دې بریا سره یې د لوبو دا لړۍ وګټله.
په دې لوبه کې رحمت شاه پر ۱۳۳ توپونو ۱۴۳ منډې وکړې او صدیقالله اتل هم پر ۱۱۲ توپونو ۹۸ منډې ترسره کړې.
د ایرلنډ کرېکټ لوبډلې په ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو افغانستان ته د ۲۹۹ منډو هدف وټاکه؛ خو افغانستان دا هدف په ۴۸.۵ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ.
افغانستان له دې مخکې هم د دغو سیالیو له درې نورو لوبو څخه بریاوې ترلاسه کړې وې او لومړۍ لوبه د باران له کبله لغوه شوې وه.
د یادونې ده، چې آریانا ټلویزیون د دغو پېنځه یو ورځنیو سیالیو لړۍ پر ژوندۍ بڼه خپره کړه.
لوبی
افغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
افغانستان اوس د سیالیو په لړۍ کې د ۳ ـ ۰ پر پایله مخکې دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د چارشنبې پر ورځ ایرلینډ ته پر ۴۲ منډو ماتې ورکړه او له دې هېواد سره یې د پېنځه یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله.
افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او د ۹ لوبغاړو پر سوځېدو یې په ۵۰آورونو کې ۳۴۳ منډې وکړې. دا په یو ورځنۍ سیالیو کې د افغانستان تر ټولو ډېرې منډې دي.
صدیقالله اتل د ۱۲۰ توپونو پر لوبولو ۱۴۳ منډې وکړې او د افغانستان په توپوهنه کې تر ټولو ښه وځلېد. هغه ۱۷ څلوریزې او څلور شپږیزې ووهلې. ابراهیم ځدراڼ هم په ۱۱۸ توپونو ۱۰۷ منډې وکړې. دغو دواړو لوبغاړو ۲۳۱ منډې جوړې کړې او د افغانستان د ډېرو منډو په جوړولو کې یې مهم رول ولوباوه.
ایرلینډ په ځواب کې ۳۰۱ منډې وکړې او په ۴۸آورونو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل. انډریو بالبرني ۱۰۹ او کورټس کامفر ۸۴ منډې وکړې؛ خو ونه توانېدل، چې خپله لوبډله بریا ته ورسوي.
یمین احمدزي د ایرلینډ څلور لوبغاړي وسوځول او راشد خان درې ویکټې واخیستې. راشد خان تر دې دمه په دغو سیالیو کې ۱۲ ویکټې اخیستې دي.
افغانستان اوس د سیالیو په لړۍ کې د ۳ ـ ۰ پر پایله مخکې دی.
لومړۍ سیالي د باران له کبله ترسره نهشوه. په داسې حال کې، چې افغانستان دوهیمه سیالي پر ۹۲ منډو او درېیمه هغه پر درې ویکټو وګټله.
د دواړو لوبډلو ترمنځ پېنځمه او وروستۍ سیالي به د شنبې پر ورځ د ایرلینډ په سټورمونټ کې ترسره شي.
دغه سیالي به په افغانستان کې پر ژوندۍ او ځانګړې بڼه د آریانا ټلوېزیون له لارې خپره شي.
لوبی
افغانستان له ایرلینډ سره په څلورمه لوبه کې؛ د لړۍ د ګټلو هڅه کوي
دا لوبه د بلفاسټ ښار په «سیویل سرویس کلاب» لوبغالي کې ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن چارشنبه د پېنځه یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په څلورمه لوبه کې له ایرلینډ سره مخ کېږي.
دا لوبه د بلفاسټ ښار په «سیویل سرویس کلاب» لوبغالي کې ترسره کېږي.
افغانستان اوس د ایرلینډ پر وړاندې د ۲- ۰ مخکښ دی او د درېیمې لوبې له ګټلو وروسته یې د ۲۰۲۷ز.کال کرکټ نړیوال جام ته مستقیمه لار هم خپله کړې ده.
د دواړو لوبډلو لومړۍ لوبه د باران له کبله بشپړه نهشوه؛ خو افغانستان په دوهیمه او درېیمه لوبو کې بریاوې خپلې کړې.
افغانستان په دوهیمه لوبه کې ایرلینډ ته د ۹۲ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او په درېیمه لوبه کې یې د ۲۰۷ منډو هدف پر اووه ویکټو له لاسه ورکولو سره پوره کړ.
راشد خان په دغو بریاوو کې مهم رول لوبولی دی.
هغه په دوهیمه لوبه کې شپږ ویکټې واخیستې او په درېیمه لوبه کې یې درې ویکټې واخیستې او ۳۷ منډې یې هم وکړې.
رحمانالله ګربز په درېیمه لوبه کې ۷۱ منډې جوړې کړې.
ایرلینډ، چې په تېرو دوه لوبو کې له افغانستان ماتې خوړلې؛ هڅه کوي د افغان لوبډلې د بریاوو لړۍ ودروي.
د ایرلینډ توپوهونکي تر اوسه د افغان توپاچوونکي، راشد خان او اللهمحمد غضنفر پر وړاندې له ستونزو سره مخ شوي دي.
ایرلینډ د بریا لپاره په دې لوبه کې ښه پیل او د خپلو توپوهونکو ترمنځ اوږدو ملګرتیاوو ته اړتیا لري.
افغانستان، چې په دې لړۍ کې یې خپله برلاسي ثابته کړې؛ هڅه کوي د نننۍ لوبې له ګټلو سره د سیالیو پایله ۳ – ۰ کړي.
دا لوبه نن د کابل پر وخت د ماسپښین په ۲:۱۵ بجې پیلېږي او دواړه لوبډلې به په ۵۰ آورونو کې سیالي وکړي.
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان بانک ویزهکارت او نوی«حسابپی » کاریال نندارې ته وړاندې کړ
-
تازه خبرونه5 days agoپه بغلان کې د اوبو پر سر شخړه؛ څلور کسان ووژل شول
-
تازه خبرونه5 days agoد اوبو کمښت او بېسارې تودوخې پر کرنې فشار زیات کړی – افایاو
-
تازه خبرونه4 days agoمولانا فضل الرحمن په اسلامآباد کې د افغانستان سفارت جوړېدونکو مراسمو ته وبلل شو
-
لوبی4 days agoافغان کرکټ لوبډلې د نوې ریکارډ پر ثبتولو له ایرلینډ څخه د یو ورځنۍ سیالیو لړۍ وګټله
-
تازه خبرونه3 days agoتاجکستان له هوايي حریم څخه د سرغړونې له کبله افغانستان ته اعتراضي یادښت واستاوه
-
تازه خبرونه4 days agoد افغانستان راتلونکی له هراړخیز پرمختګ او پرلهپسې نړیوال تعامل سره تړلی دی – یوناما
-
تازه خبرونه4 days agoد امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې راپور ردوو – ذبیحالله مجاهد
