Connect with us

تازه خبرونه

د قانوني اسنادو او بلنلیکونو لرونکي کولی شي بهر ته سفر وکړي – مجاهد

خپور شوی

د

Last Updated on: کب ۱۱, ۱۴۰۰

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له هېواد څخه د وګړیو د سفري بندیزونو د غبرګونونو په اړه ویلي؛ هغه هېوادوال، چې قانوني اسناد او بلنه ولري کولی شي آزاد سفرونه وکړي.

مجاهد زیاته کړې، چې له اسنادو پرته قاچاقي سفر کول منع دي.

هغه زیاته کړې: زمونږ هغه هېوادوال، چې قانوني اسناد او بلنه لري کولی شي بهر ته سفر وکړي او په ډاډه بېرته هېواد ته راستون شي.

دغه راز د بشري حقونو د څار ډلې له محرم پرته د ښځو پر تګ راتګ د بندیزونو پر لګولو نیوکه کړې ده.

د بشري حقونو د څار ډلې مشر هیدر بار وایي: باید وپوهیږو، چې که له کوره د وتلو آزادي ونلرئ؛ دا پدې معنا ده، چې تاسې نشئ کولی کار، ښوونځي او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ومومئ او د کورني تاوتریخوالي څخه خوندي اوسئ. دا به ډېره وېروونکې وي، چې ښځې په خپلو کورونو کې بندیانې پاتې شي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر هڅاند وايي، پر ښځو د بندیزونو لګول د اسلامي امارت له ژمنو سرغړونه ده.

د ښځو د حقونو یوې هڅانده زرغونه ولي وایي: اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې، چې ښځې به خپلو اساسي حقونو يعنې سیاسي ګډون او زدکړو ته لاسرسی ولري؛ خو اوس لیدل کیږي، چې د ښځو دغه غوښتنه پې پاملرنې پاتې ده.

د ښځو د حقونو یوې بلې هڅاندې ترانه ادیب ویلي، که ښځې له کوره نشي وتلای؛ نو بیا خپل فعالیتونه روان ساتلی نشي او اسلامي امارت باید د ښځو د فعالیتونو په اړه خپله تګلاره بدله کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکې وايي، چې له اسلامي امارت سره د افغانانو د ایستلو او لېږدولو په اړه خبرې روانې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویکټوریا نولان وایي: مونږ له طالبانو ( اسلامي امارت) سره د هغو کسانو په اړه، چې غواړي له افغانستان ووځي، خپل بشري او نړیوال حقونه تر لاسه کړي؛ په نږدې اړیکه کې یوو او د وتلو د آسانتیاوو لپاره ورسره خبرې اترې روانې دي، چې ورته د خوندي تګ ډاډ ترلاسه کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راپدیخوا د امریکا د همکارو افغانانو د ایستلو او لېږدولو بهیر درول شوی دی.

تازه خبرونه

کندوز ته د ۱۶ کسیز ازبکستاني پلاوی سفر؛ د سوداګرۍ او ګډو پانګونو پر همکاریو ټینګار وشو

د کندوز ولایت په مقام کې د شوې ناستې پر مهال د دغه ولایت مرستیال والي حبیب الرحمن صهیب راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مثبتو دوه‌اړخیزو اړیکو او ګډې سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

Published

on

د ازبکستان د جېزخ ولایت د مرستیال والي بهرام یوسوپوف پر مشرۍ د دې هېواد یو ۱۶ کسیز لوړپوړي پلاوي کندوز ولایت ته سفر کړی او د دغه ولایت له مسوولانو او سوداګرو سره یې د دوه‌اړخیزې سوداګرۍ، پانګونې او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د کندوز ولایت په مقام کې د شوې ناستې پر مهال د دغه ولایت مرستیال والي حبیب الرحمن صهیب راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د مثبتو دوه‌اړخیزو اړیکو او ګډې سوداګرۍ پر پراختیا ټینګار وکړ.

صهیب ازبکستاني او نورو بهرنیو سوداګرو ته په کندوز کې د پانګونې رسمي بلنه ورکړه او څرګندوي، چې د پانګوالو لپاره د اړتیا وړ آسانتیاوې برابرې شوې دي.

هغه له ازبکستاني لوري وغوښتل، چې د سوداګریزو راکړو ورکړو د چټکتیا لپاره افغان سوداګرو ته د ویزو په ورکړه کې ډېرې نورې آسانتیاوې هم رامنځته کړي.

دغه راز د ازبکستاني پلاوي مشر بهرام یوسوپوف د کندوز ولایت د مسوولانو او سوداګرو له تود هرکلي مننه کړې او وایي؛ هېواد یې لېواله دی، چې په افغانستان کې خپلې پانګونې پراخه کړي.

یوسوپوف ویلي، کندوز ته د دوی د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پیاوړتیا ده او هڅه به وکړي، چې په راتلونکي کې له افغان سوداګرو سره ګډه پانګونه وکړي.

کندوز د افغانستان په شمال کې یو مهم اقتصادي او کرنیز ولایت دی، چې له ازبکستان او تاجکستان سره ټرانزیټي ګڼې مستقیمې او غیرمستقیمې لارې لري او د هېواد په سوداګریزو راکړو ورکړو کې مهم ځای لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

امیرخان متقي او د سره صلیب عملیاتي مشرې د بشري همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې لیدنه کې د هېواد بشري اړتیاوې، د راستنېدونکو کډوالو د شمېر زیاتوالی، روغتیايي خدمتونه او د جګړو له پېر پاتې ستونزې وارزول شوې.

Published

on

Last Updated on: وږی ۵, ۱۴۰۵

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د سره صلیب نړیوالې کمیټې د عمومي عملیاتي چارو له رییسې یاسمین پراز دسیماز سره وکتل او د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یې خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې لیدنه کې د هېواد بشري اړتیاوې، د راستنېدونکو کډوالو د شمېر زیاتوالی، روغتیايي خدمتونه او د جګړو له پېر پاتې ستونزې وارزول شوې.

دواړو لوریو د سره صلیب نړیوالې کمیټې د بشري همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار وکړ او په روغتیا او نورو بشري برخو کې یې د ډېرو همکاریو او همغږۍ لپاره چمتووالی څرګند کړ.

په دې لیدنه کې همداراز ویل شوي، چې افغانستان له یوې اوږدې جګړه‌ییز پېر وروسته اوس د پراختیا او اقتصادي ودې نوي پړاو ته داخل شوی؛ خو د جګړې د قربانیانو ځینې ستونزې او اړتیاوې اوس هم پاملرنې ته اړتیا لري.

Continue Reading

تازه خبرونه

د پاکستان په چترال کې د اسلامي امارت مخالفان پناه‌ځایونه لري – د بدخشان چارواکي

د بدخشان امنیه قومندان عبدالبصیر مظهري ويلي، چې د اسلامي امارت مخالفان د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د چترال په اړوند سیمه کې پناه‌ځایونه او روزنیز مرکزونه لري او هڅه کېږي، چې د شاه سلیم کوتل له لارې د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو ثبات ګډوډ شي.

Published

on

Last Updated on: وږی ۵, ۱۴۰۵

د بدخشان امنیتي چارواکو ويلي، چې اوس‌مهال د دې ولایت په زیباک ولسوالۍ کې هیڅ امنیتي ستونزه نشته؛ خو پاکستان د چترال په سیمه کې د اسلامي امارت له مخالفانو ملاتړ کوي او هغوی ته یې د روزنې او پالنې زمینه برابره کړې ده.

د بدخشان امنیه قومندان عبدالبصیر مظهري ويلي، چې د اسلامي امارت مخالفان د ډیورنډ فرضي کرښې ته نږدې د چترال په اړوند سیمه کې پناه‌ځایونه او روزنیز مرکزونه لري او هڅه کېږي، چې د شاه سلیم کوتل له لارې د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو ثبات ګډوډ شي.

هغه ویلي:« داسې شواهد شته، چې پاکستان د نظام مخالفانو لپاره فرضي کرښې ته څېرمه پناه‌ځایونه او روزنیز مرکزونه جوړ کړي دي. په شمال کې بدخشان یوازنی ولایت دی، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري. پاکستان د نظام مخالفان په چترال کې راټول کړي دي.»

نوموړي زیاته کړې؛ د دې ولایت د زیباک ولسوالۍ په مرکز کې د خلکو ژوند په عادي ډول روان دی او د نښتو هیڅ نښه نه‌‌لیدل کېږي.

د زیباک اوسېدونکي وايي؛ اوس‌مهال په ډاډه امنیت کې ژوند کوي؛ خو له حکومت څخه غواړي، چې د هر ډول ناامنۍ د مخنیوي لپاره په سرحدي سیمو کې امنیتي تدابیر زیات کړي.

د زیباک یوه اوسېدونکي واحد نومي ویلي:« خلک په امن او امان کې ژوند کوي او هیڅ اندېښنه نه‌لرو.»

یوه بل اوسېدونکي فرید هم د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې د نښتو په اړه په خواله رسنیو کې خپرو شویو راپورونو ته داسې نغوته کړېده؛ د خلکو غوښتنه د پولو د امنیت ټینګول دي.

امنیتي چارواکي وايي، چې د اسلامي امارت ځواکونه په سرحدونو کې ځای پر ځای شوي او له هر ډول ګواښ سره د مقابلې لپاره چمتو دي.

د سیمه‌ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، زیباک ولسوالي له درې لارو د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې سیمو سره لاره لري او په دغو سیمو کې امنیتي ځواکونه د تیارسۍ په حال کې دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!