تازه خبرونه

د قانوني اسنادو او بلنلیکونو لرونکي کولی شي بهر ته سفر وکړي – مجاهد

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۱, ۱۴۰۰)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له هېواد څخه د وګړیو د سفري بندیزونو د غبرګونونو په اړه ویلي؛ هغه هېوادوال، چې قانوني اسناد او بلنه ولري کولی شي آزاد سفرونه وکړي.

مجاهد زیاته کړې، چې له اسنادو پرته قاچاقي سفر کول منع دي.

هغه زیاته کړې: زمونږ هغه هېوادوال، چې قانوني اسناد او بلنه لري کولی شي بهر ته سفر وکړي او په ډاډه بېرته هېواد ته راستون شي.

دغه راز د بشري حقونو د څار ډلې له محرم پرته د ښځو پر تګ راتګ د بندیزونو پر لګولو نیوکه کړې ده.

د بشري حقونو د څار ډلې مشر هیدر بار وایي: باید وپوهیږو، چې که له کوره د وتلو آزادي ونلرئ؛ دا پدې معنا ده، چې تاسې نشئ کولی کار، ښوونځي او روغتیایي خدماتو ته لاسرسی ومومئ او د کورني تاوتریخوالي څخه خوندي اوسئ. دا به ډېره وېروونکې وي، چې ښځې په خپلو کورونو کې بندیانې پاتې شي.

په افغانستان کې د ښځو د حقونو یو شمېر هڅاند وايي، پر ښځو د بندیزونو لګول د اسلامي امارت له ژمنو سرغړونه ده.

د ښځو د حقونو یوې هڅانده زرغونه ولي وایي: اسلامي امارت له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې، چې ښځې به خپلو اساسي حقونو يعنې سیاسي ګډون او زدکړو ته لاسرسی ولري؛ خو اوس لیدل کیږي، چې د ښځو دغه غوښتنه پې پاملرنې پاتې ده.

د ښځو د حقونو یوې بلې هڅاندې ترانه ادیب ویلي، که ښځې له کوره نشي وتلای؛ نو بیا خپل فعالیتونه روان ساتلی نشي او اسلامي امارت باید د ښځو د فعالیتونو په اړه خپله تګلاره بدله کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکې وايي، چې له اسلامي امارت سره د افغانانو د ایستلو او لېږدولو په اړه خبرې روانې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ویکټوریا نولان وایي: مونږ له طالبانو ( اسلامي امارت) سره د هغو کسانو په اړه، چې غواړي له افغانستان ووځي، خپل بشري او نړیوال حقونه تر لاسه کړي؛ په نږدې اړیکه کې یوو او د وتلو د آسانتیاوو لپاره ورسره خبرې اترې روانې دي، چې ورته د خوندي تګ ډاډ ترلاسه کړو.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راپدیخوا د امریکا د همکارو افغانانو د ایستلو او لېږدولو بهیر درول شوی دی.

Trending

Exit mobile version