سوداگري
د قرغزستان د تېلو صادرات افغانستان ته ۱۰۰ چنده زیات شول
په راپور کې راغلي، چې د دې صادر شوي سونګ تېلو تمځای کندوز ولایت و، چې ارزښت یې د مرغومي او کب ترمنځ ۱۸.۵ میلیون ډالرو ته رسېدلی.
د قرغزستان د ملي احصائې کمیټې په خپره شوې خبرپاڼه جې څرګنده کړې، چې افغانستان ته د دې هېواد د تېلو صادرات زیات شوي او زیاتوي، چې له مرغومي څخه د تېر کال تر پایه یې افغانستان ته له ۴۰ میلیون لیټرو څخه ډېر تېل او سونګ توکي صادر کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې؛ دا شمېر د تېر کال د ورته وخت پر پرتله له ۱۰۰ چنده څخه ډېره وده کړې ده.
په راپور کې راغلي، چې د دې صادر شوي سونګ تېلو تمځای کندوز ولایت و، چې ارزښت یې د مرغومي او کب ترمنځ ۱۸.۵ میلیون ډالرو ته رسېدلی.
په داسې حال کې، چې تېر کال په ورته موده کې قرغزستان یوازې ۳۸۴ زره لیټره سونګ توکي افغانستان ته صادر کړي، چې ارزښت یې ۲۱۲ زره ډالر دی.
اوسمهال افغانستان د قرغزستان د تېلو د ټولو صادراتو له ۹۰ سلنې څخه ډېر واردوي.
په راپور کې راغلي، چې ازبکستان د ۱ میلیون ډالرو پر ارزښت د ۲.۵ میلیون لیټرو سونګ توکو له وارداتو سره دوهیم ځای لري.
د صادر شويو تېلو د هر لیټر منځنۍ بیه شاوخوا ۵۰ سینټه اعلان شوې ده. د قرغزستان چارواکو ټینګار کړی، چې افغانستان ته صادر شوي تېل روسیې ريښه نلري.
د بشکیک او مسکو ترمنځ د دوه اړخیز تړون له مخې؛ له روسیې څخه وارد شوي تېل، چې درجې (ال – ۹۲) او (ال -۹۵) په کې دي، یوازې د کورني لګښت لپاره دي او له صادراتو څخه معاف دي.
د قرغزستان د ملي احصائې کمیټې ویلي، چې دا تېل له ګمرکي محصول ورکولو پرته د قزاقستان له لارې قرغزستان ته لېږدول کیږي، چې په کورني بازار کې د تېلو بیه شاوخوا ۰.۸۰ ډالر په هر لیټر کې ساتي.
د قرغزستان د تېلو سوداګرو ټولنې هم اعلان کړی، چې افغانستان او ازبکستان ته صادر شوي تېل د (ال – ۸۱) ډول دي او سربېره پردې په سویل لویدیځ قرغزستان کې له ځایي اومه تېلو څخه تولید شوي تېل هم صادریږي.
قرغزستان تېر کال ټولټال ۶۳۰ میلیون لیټره تېل وارد کړل، چې ارزښت یې ۲۷۷ میلیون ډالر دي، چې ډېر یې له روسیې او یو څه یې له قزاقستان څخه دي.
