Connect with us

سوداگري

د قرغزستان د تېلو صادرات افغانستان ته ۱۰۰ چنده زیات شول

په راپور کې راغلي، چې د دې صادر شوي سونګ تېلو تمځای کندوز ولایت و، چې ارزښت یې د مرغومي او کب ترمنځ ۱۸.۵ میلیون ډالرو ته رسېدلی.

خپور شوی

د

د قرغزستان د ملي احصائې کمیټې په خپره شوې خبرپاڼه جې څرګنده کړې، چې افغانستان ته د دې هېواد د تېلو صادرات زیات شوي او زیاتوي، چې له مرغومي څخه د تېر کال تر پایه یې افغانستان ته له ۴۰ میلیون لیټرو څخه ډېر تېل او سونګ توکي صادر کړي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دا شمېر د تېر کال د ورته وخت پر پرتله له ۱۰۰ چنده څخه ډېره وده کړې ده.

په راپور کې راغلي، چې د دې صادر شوي سونګ تېلو تمځای کندوز ولایت و، چې ارزښت یې د مرغومي او کب ترمنځ ۱۸.۵ میلیون ډالرو ته رسېدلی.

په داسې حال کې، چې تېر کال په ورته موده کې قرغزستان یوازې ۳۸۴ زره لیټره سونګ توکي افغانستان ته صادر کړي، چې ارزښت یې ۲۱۲ زره ډالر دی.

اوسمهال افغانستان د قرغزستان د تېلو د ټولو صادراتو له ۹۰ سلنې څخه ډېر واردوي.

په راپور کې راغلي، چې ازبکستان د ۱ میلیون ډالرو پر ارزښت د ۲.۵ میلیون لیټرو سونګ توکو له وارداتو سره دوه‌یم ځای لري.

د صادر شويو تېلو د هر لیټر منځنۍ بیه شاوخوا ۵۰ سینټه اعلان شوې ده. د قرغزستان چارواکو ټینګار کړی، چې افغانستان ته صادر شوي تېل روسیې ريښه نلري.

د بشکیک او مسکو ترمنځ د دوه اړخیز تړون له مخې؛ له روسیې څخه وارد شوي تېل، چې درجې (ال – ۹۲) او (ال -۹۵) په کې دي، یوازې د کورني لګښت لپاره دي او له صادراتو څخه معاف دي.

د قرغزستان د ملي احصائې کمیټې ویلي، چې دا تېل له ګمرکي محصول ورکولو پرته د قزاقستان له لارې قرغزستان ته لېږدول کیږي، چې په کورني بازار کې د تېلو بیه شاوخوا ۰.۸۰ ډالر په هر لیټر کې ساتي.

د قرغزستان د تېلو سوداګرو ټولنې هم اعلان کړی، چې افغانستان او ازبکستان ته صادر شوي تېل د (ال – ۸۱) ډول دي او سربېره پردې په سویل لویدیځ قرغزستان کې له ځایي اومه تېلو څخه تولید شوي تېل هم صادریږي.

قرغزستان تېر کال ټولټال ۶۳۰ میلیون لیټره تېل وارد کړل، چې ارزښت یې ۲۷۷ میلیون ډالر دي، چې ډېر یې له روسیې او یو څه یې له قزاقستان څخه دي.

سوداگري

هره ورځ ۲۸۰ باروړونکي واګونونه د حیرتان بندر اوسپنې‌پټلۍ ته راځي

د حیرتان–  مزارشریف ۷۵ کیلومټره اوږده اوسپنې‌پټلۍ افغانستان له ازبکستان سره نښلوي او له منځنۍ آسیا، چین او نورو نړیوالو بازارونو څخه افغانستان ته د توکو د لېږد مهمه لار بلل کېږي.

Published

on

 

د افغانستان په شمال کې د حیرتان بندر اوسپنې‌پټلۍ ته هره ورځ د منځنۍ آسیا له هېوادونو څخه لږ تر لږه  ۲۸۰ باروړونکي واګونونه راځي. دا د سیمه‌ییزو او نړیوالو بازارونو له شبکې سره د افغانستان په نښلولو کې د دغه بندر د مخ پر زیاتېدونکي ارزښت ښکارندويي کوي.

د حیرتان–  مزارشریف ۷۵ کیلومټره اوږده اوسپنې‌پټلۍ افغانستان له ازبکستان سره نښلوي او له منځنۍ آسیا، چین او نورو نړیوالو بازارونو څخه افغانستان ته د توکو د لېږد مهمه لار بلل کېږي.

د حیرتان بندر د اوسپنې‌پټلۍ د ټرانسپورټ مشر سید قدیم کریمي د چین شینهوا خبري آژانس ته ویلي، چې سږ کال سوداګریز فعالیتونه زیات شوي او هره ورځ پر منځنۍ کچه له ۲۸۰ څخه تر ۳۰۰ پورې واګونونه دغه بندر ته رسېږي.

هغه زیاته کړې، د دې اوسپنې‌پټلۍ له لارې افغانستان ته بېلابېل توکي؛ جامې، طبي وسایل، ماشین‌آلات او برښنايي وسایل لېږدول کېږي او په وروستیو کلونو کې له چین سره سوداګري هم پراخه شوې ده.

افغان سوداګر وايي، چې دې اوسپنې‌پټلۍ له چین او د سیمې له نورو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي او د وارداتي توکو لېږد یې آسانه کړی دی.

افغان سوداګر احمد آغا شینهوا خبري آژانس ته ویلي:« زمونږ توکي له چین څخه د قزاقستان او ازبکستان د اوسپنې‌پټلۍ له لارې رالېږدول کیږي او بیا یې په حیرتان بندر کې ترلاسه کوو.»

هغه هیله څرګنده کړې، چې د اوسپنې‌پټلۍ پراختیا به له قزاقستان، روسیې او اروپايي هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي.

احمد آغا زیاته کړې، د توکو د لېږد د کچې زیاتوالي د سیمې اوسېدونکو ته د کار ډېر فرصتونه برابر کړي او هره ورځ سلګونه کارګران په دې بندر کې د کانټینرونو د تشولو او لېږدولو په برخه کې کار کوي، چې د خپلو کورنیو لګښتونه برابر کړي.

د حیرتان اوسپنې‌پټلۍ د افغانستان او چین ترمنځ په سوداګرۍ کې له ۲۰۱۶ز.کال راپدېخوا مهم رول لوبوي؛ هغه مهال په یوه تجربوي پروګرام کې د چین لومړني باروړونکي واګونونه حیرتان ته راورسېدل. په ۲۰۱۹ز.کال کې افغانستان هم چین ته د تالک پوډرو د څو کانټینرونو پر لېږلو خپل لومړني صادراتي واګونونه واستاوه.

د حیرتان اوسپنې‌پټلۍ اوس هم د افغانستان د وارداتو او صادراتو له مهمو ټرانسپورټي لارو څخه ده، چې هېواد له قزاقستان، قرغزستان، روسیې، چین او اروپا سره نښلوي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان-امریکا سوداګرۍ خونې د اقتصادي همکاریو او پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د څرګندونو له مخې، دا لیدنه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د تلې پر نولسمه( یکشنبه) د دې خونې په مرکزي دفتر کې ترسره شوې ده.

Published

on

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رییس سید کریم هاشمي په کابل کې د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې له رییس جیفري ګریکو او د دې خونې له یو شمېر غړیو سره وکتل او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او پانګونې فرصتونو خبرې کړې دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د څرګندونو له مخې، دا لیدنه د ۱۴۰۵لمریز لېږدیز کال د تلې پر نولسمه( یکشنبه) د دې خونې په مرکزي دفتر کې ترسره شوې ده.

سید کریم هاشمي له امریکايي پلاوي څخه د هرکلي ترڅنګ د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټورونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او د لویو اقتصادي پروژو د تمویل لپاره یې د کورنیو او بهرنیو پانګه‌والو پر ګډون د لویو شرکتونو د ونډو جوړولو لپاره اغېزمنه لاره بللې ده.

نوموړي د افغانستان اقتصادي ظرفیتونو ته په نغوته کې له امریکايي سوداګرو او پانګه‌والو غوښتي، چې په بنسټیزو او صنعتي برخو؛ د نفتو تصفیه، د کانونو استخراج او پروسس او د لویو تولیدي پروژو په برخه کې پانګونه وکړي.

دغه راز د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې رییس جیفري ګریکو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هڅې ستایلې او د امام ابوحنیفه(رح) د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون جوړېدل او په کې د سوداګرو، صنعت‌کارانو او د ګاونډ او سیمې د هېوادونو د استازو پراخ ګډون یې د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د ورپېژندلو او د سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره ارزښتناک ګام بللی دی.

ګریکو همدارنګه وړاندیز کړی، چې ځانګړې اقتصادي ناستې او بحثونه جوړ شي، سوداګر په سیمه‌ییزو او نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون وکړي او د نړۍ له اقتصادي بنسټونو سره اړیکې پراخې شي.

د لیدنې په پای کې د افغانستان او امریکا د ګډې سوداګرۍ خونې یو شمېر غړیو هم د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او ګډې پانګونې د فرصتونو په اړه خپل نظرونه او وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

#افغانستان #امریکا #سوداګري #پانګونه #اقتصادي‌همکاري

Continue Reading

سوداگري

افغانستان، ازبکستان او هند د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت سوداګریزې هوکړې لاسلیک کړې

د دې خونې د څرګندونو له مخې، دغه هوکړې د جمعې د ورځې پر ماښام د کابل امام ابوحنیفه (رح) د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شوې دي.

Published

on

 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې اعلان کړی، چې د افغانستان د خصوصي سکټور او د مېلمنو هېوادونو د استازو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په غونډو کې د نږدې ۴۰۰ میلیون امریکايي ډالرو پر ارزښت د سوداګرۍ او پانګونې هوکړې لاسلیک شوې دي.

د دې خونې د څرګندونو له مخې، دغه هوکړې د جمعې د ورځې پر ماښام د کابل امام ابوحنیفه (رح) د پېنځم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د کورنیو او بهرنیو شرکتونو د استازو ترمنځ لاسلیک شوې دي.

په دې غونډه کې د افغانستان خصوصي سکټور استازو، د سیمې د هېوادونو سوداګرو او ډیپلوماټانو، د ازبکستان، هند، قزاقستان، ترکمنستان او قرغزستان استازو ګډون کړی و.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې؛ ګډونوالو د اقتصادي همکاریو پر پراختیا، د ګډې پانګونې زیاتوالي او د سوداګرۍ د تخنیکي او اداري خنډونو لرې کولو ټینګار وکړ.

د دې خونې چارواکو د افغانستان جغرافیاوي موقعیت، طبیعي سرچینې، کرنیز او صنعتي ظرفیتونه او کورني محصولات د بهرنۍ پانګونې د راجلبولو مهم فرصتونه وبلل او د سیمې له سوداګرو یې وغوښتل، چې د هېواد په بېلابېلو اقتصادي برخو کې پانګونه وکړي.

د پروګرام په لړ کې د افغان او بهرنیو سوداګرو او پانګه‌والو ترمنځ دوه‌اړخیزې سوداګریزې غونډې جوړې او د نږدې ۴۰۰ میلیون ډالرو پر ارزښت هوکړې هم لاسلیک شوې.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، دغه هوکړې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د پانګونې د راجلبولو او د نویو اقتصادي فرصتونو د رامنځته کولو زمینه برابرولی شي؛ خو په خپره شوې خبرپاڼه کې د پانګونې د مشخصو برخو او د دغو هوکړو د عملي کېدا د مهالوېش جزئیات  روښانه شوي نه‌دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!