تازه خبرونه
د قرغیزستان ځانګړی استازي په کابل کې د اسلامي امارت له چارواکو سره ولیدل
د افغانستان په چارو کې د قرغیزستان د ولسمشر ځانګړی استازی طلعت بېک مصدقوف او ورسره مل پلاوي یې د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالسلام حنفي او د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېر محمد ستانکزي سره په کتنه کې څرګنده کړې؛ هېواد یې غواړي د افغانستان خلکو ته روغتیايي مرستې ورسوي او له نشه يي توکو سره په ګډه مبارزه کې وڼده واخلي.
عبدالسلام حنفي د قرغیزستان پلاوي ته وویل، اسلامي امارت به هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په ځانګړي توګه د قرغیزستان پر ضد وکاروي.
د قرغیزستان د ولسمشر ځانګړی استازی طلعت بېک مصدقوف د رییس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، هېواد یې چمتو دی، چې د افغانستان په بدخشان ولایت کې قرغیزي ماشومانو او ښځو ته روغتیايي مرستې ورسوي.
هغه همداراز د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره هم لیدلي او دواړو لوریو د سیاسي او اقتصادي اړیکو پر لا ټينګښت، ټينګار کړی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وایي: په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
هغه زیاته کړې: شېر محد عباس ستانکزي قرغزستان ته د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه د اسلامي امارت د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند دا هم وویل چې ښاغلي ستانکزي د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ د وروستیو سرحدي شخړو په اړه د سیاسي حل پر لارو چارو ټینګار وکړ.
له مخدره توکو سره کډه مبارزه بله موضوع ده، چې د دواړو هېوادونو چارواکو ټینګار پرې کړی؛ ځکه د طلعت بېک په خبره د افغانستان ګاونډ هېوادونه باید په دې برخه کې رښتیني همکاري وکړي او د افغانستان غږ واوري.
کارپوهان د افغانستان او سیمې د ستونزو په حل کولو کې د قرغیزستان رول اغېزناک نه بولي.
شاوخوا یوکال کېږي، چې اسلامي امارت واک ترلاسه کړی او په دې موده کې د سیمې او نړۍ له ډېرو هېوادونو سره لیدنې کتنې شوي؛ خو اوس هم د اسلامي امارت د پر رسمیت پېژندلو ستونزه پخپل ځای پاتې ده.