نړۍ

د قزاقستان ولسمشر د امنیتي وضعیت په اړه بېړنۍ ناسته ترسره کړه

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۹, ۱۴۰۰)

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومروت توکایف د شنبې پر ورځ څرګنده کړې، چې قزاقستان په نور سلطان کې د ډله ییز امنیت تړون به قزاقي ځواکونو ته اجازه ورکړي، چې الماتا ته دننه شي.

ولسمشر پرون له لوړپوړیو چارواکو سره له فوق العاده غونډې وروسته په هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړ.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د ډله ییز امنیت تړون ټولنې یوه سرمنشي ویلي، چې د سوله ساتو ځواکونو اصلي دنده به د مهمو دولتي او پوځي تاسیساتو ساتنه او د قزاقستان له قانون پلي کوونکیو ځواکونو سره مرسته وي.

په تېرو څو ورځو کې د قزاقستان د حکومتي ځواکونو او اوسیدونکیو ترمنځ لاریونونه پر تاوتریخوالي واوښتل او په کې ګڼو کسانو ته مرګ و ژوبله اوښته.

تېره اوونۍ لاریونکوونکیو د تېلو د بیو د لوړېدا پر ضد اعتراض پیل کړ؛ خو د قزاقستان د حکومت د پراخ مخالفت سره مخ شول.

Trending

Exit mobile version