تازه خبرونه
د قزاقستان ولسمشر له اسلامي امارت سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار وکړ
د قزاقستانی رسنیو د راپور له مخې؛ توکایف په دې لیدنه کې سپارښتنه کړې، چې له افغانستان سره په سوداګریزو، اقتصادي او بشري برخو کې د همکاریو لپاره هڅې زیاتې شي.
د قزاقستان ولسمشر قاسمجومارت توکایف د افغانستان په چارو کې له خپل ځانګړي استازي یرکین توکوموف سره په لیدنه کې د اسلامي امارت له چارواکو سره د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
د قزاقستانی رسنیو د راپور له مخې؛ توکایف په دې لیدنه کې سپارښتنه کړې، چې له افغانستان سره په سوداګریزو، اقتصادي او بشري برخو کې د همکاریو لپاره هڅې زیاتې شي.
نوموړي په الماتا ښار کې د ملګرو ملتونو د سیمهییزو ظرفیتونو په ځانګړي توګه د منځنۍ آسیا او افغانستان لپاره د دوامداره پراختیایي اهدافو لپاره د سیمهییز مرکز د اغېزمنې کارونې په اړه هم ټینګار وکړ.
د قزاقستان ولسمشر دغه راز د خپل هېواد د بشري او ښوونیزو نوښتونو دوام د افغانستان د ثبات او دوامداره پرمختګ د ډاډمنتیا لپاره مهم وباله او د دې پروګرامونو د دوام غوښتنه یې وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې له څه وخت راپدېخوا په اقتصادي او ټرانسپورټي برخو کې هم د قزاقستان او افغانستان ترمنځ تعاملات زیات شوي او دواړو هېوادونو د سټراټیژیکو اړیکو د پراختیا لپاره تړونونه لاسلیک کړي دي.