تازه خبرونه

د قطر تخنیکي ډلې په کابل نړیوال هوايي ډګر کې خپل کار پای ته ورساوه

Published

on

په کابل کې د قطر سفارت څرګنده کړې؛ د قطر ځانګړې څانګوالې تخنیکي ډلې د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې خپله دنده بریالۍ تر سره کړې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د شنبې پر ورځ په ډاګه کړې؛ د قطر تخنیکي ډلې له نړیوالو معیارونو سره سم د کابل د هوايي ډګر په بیارغونه او ترافیکي بهیر کې کار کړې، چې د افغانستان خلکو ته د بشري او پرمختیایي مرستو په رسولو او بیا کار پیلولو کې اړین رول لرلی.

په کابل کې د قطر سفارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانانو د هوساینې لپاره قطر خپلې ژمنې روانې ساتي.

اسلامي امارت د روانې میاشتې په پیل کې اعلان وکړ، چې دوی په ابوظبي کې له میشت شرکت GAAC سره د الوتنې د خدماتو چمتوکولو لپاره یو داسې تړون لاسلیک کړی، چې د افغانستان په اړینو هوایي ډګرونو کې د الوتکو کښته کول او الوتنې اداره کړي.

د الوتنې د لارښوونو د خدمتونو په تړون کې به د کابل په ګډون د هېواد په درې لویو هوايي ډګرونو کې افغان کارکوونکیو ته د آسانتیاوو، تجهیزاتو او روزنې برابرول هم په پام کې نیول شوي دي.

دوه نور هوايي ډګرونه، چې له دې تړون سره تړاو لري؛ د هرات او کندهار هوایي ډګرونه دي.

د غه شرکت په مارچ  میاشت کې د کابل هوایي ډګرونو د ځمکني سمبالتیا د ادارې لپاره یې خپل لومړنی تړون لاسلیک کړی.

Trending

Exit mobile version