لوبی
د قطر فوتبال نړیوال جام د پیل وخت یوه ورځ رامخکې شو
ټاکل شوې وه، چې د فوتبال ۲۰۲۲ کال نړیوال جام د غوراوي سیالۍ د هالیند او سینیګال تر منځ پیل شي؛ خو اوس فیفا پرېکړه کړې، چې د تېرو ۴ پړاوونو په څېر به دا سیالۍ د کوربه هېواد قطر او اکوادور د لوبډلو ترمنځ یوه ورځ مخې تر سره شي.
دا بدلون د فیفا د مشر جاني انفانتینو او د فوتبال د ۶ لویو کنفدراسیونونو د مشرانو تر منځ له غونډې وروسته رامنځته شو.
فیفا څرګنده کړې، چې دا بدلون د ټولو حاضرو کسانو د رایو له مخې رامنځته شو. د سیالیو د پرانیستې په مهالوېش کې دا بدلون په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د دې سیالیو د تکتونو پلور دمخه پیل شوی دی.
دغه بدلون د فوتبال د مینه والو سفري پلانونه غېزمنولی شي.
ویل کیږي، چې دا بدلون د قطریانو او د سویلي امریکا د فوټبال کنفدراسیون کنمبول پر فشار رامنځته شوی دی.
په دې توګه به د نوامبر پر ۲۰ مه نېټه په ۶۰ زره کسیز لوبغالي کې کوربه هېواد له اکوادور سره مخ شي.
دغه راز د هالیند او سینیګال لوبډلو تر منځ وخت هم ۶ ساعته وځنډول شو او د نومبر پر ۲۱ مه نېټه له غرمې وروسته ۷ بجې ترسره شي.
دغه راز د فوتبال نړيوال جام رسمي پاڼې د دغه سيالۍ له پيل څخه سل ورځې مخکې د فوتبال د نړۍ د سل ستوریو له انځور سره يو پوستر خپور کړ، چې په کې د ايران د ملي لوبډلې له لوري مهدي طارمي، سردار آزمون او عليرضا جهانبخش برخوال دي.
د پوره معلوماتو لپاره دا ځای کېکاږئ
