سیمه ییز خبرونه
د قطر لومړي وزیر د غزې پر دوهیم پړاو اوربند د خبرو پیلولو غوښتنه وکړه
شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د یکشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي: “مونږ له حماس او اسرائیلو غواړو، چې سمدلاسه د تړون له مخې ګامونه پورته کړي.”
د قطر لومړي وزیر د یکشنبې پر ورځ له اسرائیلو او حماس څخه وغوښتل، چې سمدلاسه د غزې د اوربند پر دوهیم پړاو خبرې پیل کړي؛ ځکه، چې د دې خبرو اترو د پیل د وخت په اړه کوم روښانه پلان هم نشته.
شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د یکشنبې پر ورځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ویلي: “مونږ له حماس او اسرائیلو غواړو، چې سمدلاسه د تړون له مخې ګامونه پورته کړي.”
د اوربند له مخې: د تړون د دوهیم پړاو د پلي کولو لپاره خبرې اترې باید د اوربند د لومړي پړاو له شپاړسمې ورځې څخه مخکې، چې دوشنبه ده؛ پیل شي.
اسرائیل او حماس تېره میاشت یو پېچلی درې پړاویزه تړون لاسلیک کړ، چې په غزه کې یې جګړه ودروله. حماس تر اوسه پورې د اسرائیلو په زندانونو کې د سلګونه فلسطینیانو د خوشې کولو په بدل کې ۱۸ یرغمل شوي کسان خوشې کړي دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې په غزه کې اوس هم له ۷۰ څخه زیات یرغمل کسان ساتل کېږي.
تمه ده، چې د تړون د دوهیم پړاو له مخې؛ ټول یرغمل شوي خوشې شي، دښمني د تل لپاره پای ته ورسیږي او اسرائیلي ځواکونه له غزې بشپړ ووځي.
شیخ محمد وایي: ” تر دې دمه په دې اړه کوم ځانګړی پلان نشته، چې چیرته او کله به دا خبرې ترسره شي.”
هغه ویلي، چې “منځګړي له حماس او اسرائیلو سره د ټیلیفون له لارې خبرې اترې لري او قطر د خبرو اترو د راتلونکي پړاو لپاره اجنډا هم ټاکلې ده. مونږ هیله من یوو؛ په راتلونکو څو ورځو کې یو څه حرکت وګورو. دا ډېره اړینه ده، چې مونږ هرڅه همدا اوس پیل او له دوهڅلوېښتمې ورځې مخکې یوتړون ته ورسیږو.”
د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو دفتر اعلان کړی، چې نوموړی به د دوشنبې پر ورځ په واشنګټن کې د تړون د دوهیم پړاو خبرو په اړه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د منځني ختیځ لپاره د دې هېواد له استازي سټیو ویټکاف سره خبرې اترې پیل کړي.
ویل کیږي، چې نتانیاهو به له ویتکاف سره د خپلې لیدنې په بهیر کې د اوربند او د اسرائیلو د دریځونو په اړه بحث وکړي. ویټکاف به بیا له مصري او قطري چارواکو سره خبرې وکړي، چې د واشنګټن پر ملاتړ له تېرو ۱۵ میاشتو راپدېخوا د اسرائیلو او حماس ترمنځ منځګړیتوب کوي.
