سیمه ییز خبرونه
د قطر لومړی وزیر د منځګړیتوب او کړکېچ د کمولو لپاره تهران ته سفر کوي
قطر له دې مخکې هم د ښکېلو لوریو ترمنځ د منځګړي رول لوبولی او د جون د اوربند په رامنځته کېدا کې یې ونډه لرله.
رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني به د پنجشنبې پر ورځ تهران ته سفر وکړي، چې د ډیپلوماسۍ د بیا پیل او د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ کمولو هڅې له نږدې وڅاري.
قطر له دې مخکې هم د ښکېلو لوریو ترمنځ د منځګړي رول لوبولی او د جون د اوربند په رامنځته کېدا کې یې ونډه لرله.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي ویلي، چې د قطر لومړی وزیر به په خپل سفر کې له ایراني چارواکو سره د قطر د منځګړیتوب د هڅو د دوام او په سیمه کې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د ویاند د څرګندونو له مخې؛ د هرمز تنګي له لارې د بېړیو د تګ راتګ آزادي او د فبرورۍ له اتهویشتمې مخکې وضعیت ته بېرته ستنېدل به هم د خبرو له مهمو موضوعاتو څخه وي.
هرمز تنګی د نړۍ د تېلو د لېږد له مهمو لارو څخه دی او اوس هم د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلاف له مهمو موضوعاتو ګڼل کېږي. د رویټرز د راپور له مخې، د دې اوبلارې د کنټرول او له هغې څخه د ترلاسه کېدونکو عوایدو د څرنګوالي په اړه د ایران او عمان خبرې هم روانې دي؛ خو تر اوسه په دې اړه وروستۍ هوکړه نهده شوې.