بی بی سی پښتو

د قطر هوايي ډګر کثافاتو کې د اچول شوې نجلۍ مور او پلار مالوم شول

Published

on

Getty Images
د استرالیا سیډني ته د قطر هوايي چلن اړوندو الوتنو کې ګڼو مسافرو ښځو ویلي، د کوزېدو امر ورته وشو او امبولانسونو کې بل ځای ته یووړل شوې، بیا ترې وغوښتل شول چې د ازموینې لپاره خپلې داخلي جامې وباسي.

قطر ویلي، د هغې تي رودونکې نجلۍ مور او پلار یې مشخص کړي، چې تېره میاشت د دوحې هوايي ډګر په یوه خځلنۍ (د کثافاتو ټوکرۍ) کې اچول شوې ده.

لویې څارنوالۍ ویلي، د “یوه اسیايي هېواد” یوه ښځه وروسته تر هغه چې له تي خورې ماشومې یې ځان خلاص کړی، بهر ته تښتېدلې، چې اوس دوی د ماشومې سپارلو لپاره هلې ځلې کوي.

سرچینه وايي، د ماشومې ډي اېن اې ازموینو ومونده چې د نجلۍ مور او پلار اسیایان دي.

د قطر یوې محکمې ویلي، دا پېښه هغه مهال رامنځ ته شوې چې یوه نوزیږدې ماشومه د اکتوبر پر دویمه په یوه پلاستیکي خلته کې اچول شوې او بیا له حمد نړیوال هوايي ډګره د مسافرو د وتلو سالون د کثافاتو ټوکرۍ کې اېښودل شوې ده.

له ماشومې موندل کېدو وروسته په ۱۰ الوتکو کې د هغې د مور او پلار د موندلو لټون پیل شوی و.

د استرالیا سیډني ته د قطر هوايي چلن اړوندو الوتنو کې ګڼو مسافرو ښځو ویلي، د کوزېدو امر ورته وشو او امبولانسونو کې بل ځای ته یووړل شوې، بیا ترې وغوښتل شول چې د ازموینې لپاره خپلې داخلي جامې وباسي.

دغو ښځو ویلي، چارواکو نور هېڅ معلومات نه دي ورکړي چې دا کار ولې کوي او نه یې هم د دوی خوښې ته کتلي دي.

د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن دا یوه “وېروونکې” او “د نه منلو” پېښه بللې ده.

خو د قطر لومړي وزیر خالدبن خلیفه آل ثاني ویلي، له عادي اجراتو لږ سرغړاوی شوی خو له یادو مسافرو ښځو یې بښنه غوښتې ده.

په قطر کې لویې څارنوالۍ د دوشنبې په ورځ په یوه رسمي خبرپاڼه کې وویل، د هوايي ډګر امنیتي برخې ځینو کارمنو ته یې د جنايي تورونو ګوته نیولې ده.

سرچینه وايي، ځینو افسرانو قانون مات کړی “د روغتیا اړوند ځینې ښځې یې راغوښتې چې د ځینو مسافرو ازموینې وکړي”، که پر دوی دا تورونه ثابت شي، تر دریو کلونو بندیانېدلی شي.

لویې څارنوالۍ د موندل شوې نجلۍ مور هم، چې پښې یې سپکې کړې، د ماشومې په وژلو تورنه کړې چې اوس یې دوی د موندلو لپاره مرسته غوښتې ده.

که د نجلۍ مور وموندله او د هغې د وژلو د هڅې تور پرې ثابت شي ۱۵ کاله بندي کېدای شي.

څارنوالي وايي “څېړنو ومونده چې د نجلۍ مور چې د یوه اسیايي هېواد تابعیت لري، د یوه بل اسیايي هېواد له یوه وګړي سره یې اړیکه لرلې ده”.

سرچینې ویلي: “د نجلۍ پلار منلې ده چې د نجلۍ له مور سره یې اړیکه لرله او یادې ښځې د نجلۍ تر زیږېدو وروسته مېړه ته د هغې عکسونه او یو پیغام وراستولي دي”.

د قطر لویه څارنوالي وايي، په لیک کې لیکلي وو چې:‌ “له زیږېدلې ماشومې یې لاس واخیست او خپل هېواد ته ستنه شوه”.

د نجلۍ پلار لا هم قطر کې دی. ښکاره نه ده چې هغه به له کوم ډول تورونو سره مخامخ شي.

اوس ماشومه د قطر چارواکو پالنه کوي.

Trending

Exit mobile version