سیمه ییز خبرونه
د كابل بانك د بانكي قرضونو په ترلاسه كولو كې يو لړ پرمختگونه لرو- نظري
په نظارتي چارو كې د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وايي، چې:
له كابل بانك څخه د ټولو اخيستل شويو پورونو شمېر له ۹۱۰ ميليون ډالرو اوړي، چې له ۷۲ ميليون ډالرو ډېرې يې بېرته راگرځول شو ې دي.
د آريانا راډيو ټلويزيون د خبريال زمريالي اباسين په رپوټ كې راغلي، چې:
د څار په چارو كې د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري وايي:
د كابل بانك هغه پانگوال، چې په ناقانونه توگه يې د دې بانك ډېرې پيسې په قرض اخيستې وې، بېرته يې ندي سپارلي، د لويې څارنوالۍ لخوا ترې څېړنې شوي؛ خو يو شمېر پوروړو يې يوه اندازه پورونه بېرته وركړي دي.
په نظارتي چارو كې د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري ټينگار كوي، چې:
دغه كسان د لويې څارنوالۍ تر څار لاندې دي او د يو لړ تضمينونو په وركولو د قسطونو په ډول خپل پورونه خلاصوي.
د نوموړي په وينا:
د كابل بانك له ترټولو سترو پوروړيو يا متفرقه مقروضينو د پورونو د بېرته ترلاسه كولو په اړه به د وزيرانو شورا له پرېكړې وروسته، چې په نږدې راتلونكې كې به يې وكړي، كوټلي گامونه پورته شي.
نوموړى وايي:
د كابل بانك د پانگوالو له جملې څخه ۱۹ له هېواد څخه بهر تښتيدلي، چې د دې بانك د پخواني رييس عبدالقدير فطرت په گډون ډېرلږ يې څرگند دي، چې په كومو هېوادونو كې پټ شو يدي.
نوموړي په داسې حال كې، چې د دغو هېوادونو د انټرپول پوليسو لخوا د مخلصانه همكاريو په كولو ټينگاركړى، خو وايي، چې د يو لړ تخنيكي او قانوني ستونزو له لامله نشي كولى دغه كسان بېرته افغانستان ته راستانه كړي.
په كابل بانك كې بحران هغه مهال خپل صعودي حالت ته ورسيد، چې يو شمېر پانگوالو په ناقانونه توگه له دې بانك څخه د پورونو په نامه ډېرې پيسې وويستلې، خو خپل پورونه يې بېرته ادا نكړل.
په كابل بانك كې بحران د دې لامل شو، چې د پيسو نړيوال صندوق يا آى ايم ايف پرېكړه وكړه، چې:
ترهغې به له افغانستان سره خپلې مرستې ودروي، چې د كابل بانك بحران ته د پاى ټكى كينښودل شي
