سیمه ییز خبرونه

د كابل بانك د بحران په اړه ابتدائيه محكمه پيل شوه

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل  بانك پخواني رييس خليل الله فروزي وايي، چي:

له ما وروسته د كابل بانك سلگونه زره ډالرغلا او ليږدول شوي.

هغه ادعا كوي، چې له كابل بانك څخه له وتلو وروسته له ما څخه هيچ راز تسليمي نده اخيستل شوې.

د نوي كابل بانك رييس بيا دا تورونه ردوي او وايي، چې:

له ما وړاندي له كابل بانك څخه ډېري پيسې ليږدول شوي، چي له كبله يې دغه بانك له بحران سره مخ شو او وتوانيدلم، چې نوى كابل بانك په پښو ودروم.

د اداري فساد په وړاندي د مبارزې  محكمې د شنبي په ورځ(د لړم۲۷) د كابل بانك د بحران په اړه  ابتدائيه محكمه جوړه كړه.

د لويې څارنوالۍ د اداري فساد په وړاندي د مبارزې څارنوال نصرالله د كابل بانك د بحران  په اړه د خپلو څېړنو په اړه د كابل بانك مشر شېرخان فرنوت، خليل الله فروزي، د نوي كابل بانك رييس او د افغانستان بانك مرسيتال او د افغانستان بانك پخواني رييس عبدالقدير فطرت د كابل بانك په بحران كې دخيل گني او وايي، چې:

دوى له خپلو دندو ناوړه استفاده كړې او د كابل بانك د بحران لامل شوي دي.

د كابل بانك پخواني رييس خليل الله فروزي وويل، چې:

له ما وروسته د بانك په سلگونه زره ډالرغلا او پيسې يې ليږديدلي او د بانك د حساباتو په اړه هيچ  تسلمي نده اخيستل شوې.

د نوي كابل بانك رييس موسي غازي او د افغانستان بانك مرستيال محب الله صافى بيا دغه تورونه ردوي او وايي، چې:

دوى له خپلې دندې هيڅ ناوړه گټه نده پورته كړې او له بانك څخه پيسي مخكې ليږدول شوې دي  او موږ كوم مسووليت نلرو.

له ډېر بحث وروسته  د اداري فساد په وړاندي د مبارزې محكمه پرته له پايلې پاى ته ورسيده او محكمه د يكشنبې تر ورځې(د لړم ۲۸) پورې وځنديده.

د محكمي مسوولين وايي، چې:

دا نده معلومه، چې وروستي پرېكړه به څه وخت اعلان شي؛ ځكه، چې دوى د متهمينو د اعتراضونو له اوريدو او د موثقو اسنادو تر راټولو پورې خپله پرېكړه اعلانولى نه شي.

Trending

Exit mobile version