سیمه ییز خبرونه

د كابل بانك د پيسو په اختلاس د تورنو كسانو محاكمه پاى ته ورسيده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د محاكمې په بهيركې له در ويشتو تورنو كسانو څخه پوښتنې وشوې.

د كابل بانك د قضيې لپاره د جوړې شوې محكمې رييس وايي، چې:

د تورنو كسانو په اړه له بشپړې څېړنې وروسته به محكمه خپله فيصله وكړي.

د دغې قضيې ټاكلى پلاوي به له دوه تورنو كسانو سره يو ځاى د كابل بانك د مالي حسابونو څېړنه له سره پيل كړي، چې د كابل بانك د پيسو په اختلاس كې تورن كسان پيدا كړي.

د كابل بانك د بحراني كولو په قضيه كې د تورنو كسانو پيل شوې محاكمه د دوشنبې په ورځ(د لړم۲۹) پاى ته ورسيده.

خليل الله فيروزي او شېرخان فرنود دوه هغه كسان دي، چې د كابل بانك په قضيه كې يې نومونه تر نورو ډېراخيستل كيږي.

د كابل بانك د بحران د څېړنې محاكمه، چې تېره اوونۍ پيل شوې وه څلور ورځي يې دوام وكړ.

د كابل بانك د بحران د څېړنې د ځانگړې محكمې رييس شمس الرحمن شمس وايي، چې:

د تورنو كسانو په اړوند ډېرو څېړنو ته اړتيا ده.

ويل كيږي د كابل بانك په قضيه كې ښكېل تورن كسان په زندان كې نه دي. كه څه هم سياسي لوري ته د  كابل بانك د قضيې اړوند د ځانگړې محكمې د تلو په اړوند خبرې هم كيږي، خو د د دغې محكمې د رييس په وينا د دوى محاكمه هيڅ ډول سياسي رنگ نلري.

د كابل بانك په بحران كې تراوسه پېنځه دېرش كسان تورن گڼل شوي، چې پېنځه ويشتو يې محكمې ته ضمانت وركړى او د پاتې څوارلس نورو په اړه تراوسه معلومات نشته.

Trending

Exit mobile version