سیمه ییز خبرونه
د كابل كې د سلطان راضيې عالي ليسې 70 نجونې مسمومې شوې
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
نن سهار د كابل د اوومې ناحيې د سلطان راضيې عالي ليسې 70 زده كوونكې مسمومې شوې
دغه ليسه د كابل ښار د اوومې ناحيې د باغ رييس په سيمه كې موقعيت لري، چې زده كوونكې يې د گاز د تنفس پر لامل مسمومې شوې دي.
په كابل كې د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې رييس جنرال ظاهر دا پېښه تائيد كړې ده. په كابل كې ابن سينا روغتون رييس داكتر گلا جان رحمت وايي، چې:
تراوسه 70 مسموم شوې نجونې، چې يو شمېر ښوونكې هم په كې شته روغتون ته راليږدول شوې دي.
هغه وايي د مسموميت د بڼې د پېژندلو په موخه د مسمومو شويو كسانو وينه عدلي طب ته استول شوې ده.
د يادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ د تخار ولايت د نجونو په ښوونځيو كې ورته څو پېښې رامنځته شوي، خو دا په تېرو څو كلونو كې لومړۍ ځل دى، چې د كابل ښار د سلطان راضيې عالي ليسه د دغې غوني ځيږوونكې پېښې سره مخ كيږي.