سیمه ییز خبرونه
د كابل په معتبرو بازارونو كې د كورنيو توليداتو پلورل پيل شول
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د كرنې او مالدارې وزارت د خصوصي برخې رييس شفيق حكيمي وايي:
د كرنې او مالدارۍ وزارت د امريكا متحده ايالاتو د كرنيزنوښت د پروگرام پر مالي او تخنيكي مرسته د كابل په معتبرو بازارونو كې، چې ډېري پېرودونكي يې بهرنيان او شتمن افغانان دي؛ د كورنيو توليداتو پلورل پيل كړل.
د كرنيز نوښت د پروگرام چارواكى خبير كاكړ وايي:
په دې بهير كې ۳۰ بزگران او يا هم كورني توليدي كارخانې ونډه لري او په دې پلورنځي كې خپل توليدات پلورلو په وړاندې كوي.
له دې وړاندې ډېر ځله افغان بزگران په روان كال كې د كرنيزو محصولاتو او په ځانگړي توگه تازه ميوې د ډېروالي خبر وركړ؛ خو تل يې د خپلو توليداتو د پلور لپاره د مناسبو بازارونو له نشتوالي اندېښنه درلوده.
