سیمه ییز خبرونه
د كابل په ناسته كې كه پاكستاني عالمان برخه وانخلي، عربي علما به راوغوښتل شي
په پام كې وه، چې په راتلونكې مياشت كې افغانستان او پاكستان د ۵۰۰ ديني عالمانو په گډون د ديني غونډې كوربتوب وكړي او د تاوتريخوالي او جگړې د پاى ته رسولو په اړه خبرې وشي، خو پاكستانيو عالمانو په دې ناسته كې له گډون ډډه وكړه.
د افغانستان د عالمانو شورا غړى شهزاده شاهد وايي:
د افغانستان د عالمانو شورا په دې ناسته كې د پاكستانيو عالمانو په نه گډون اندېښنه څرگندوي او وايي كه پاكستاني عالمانو په كې گډون ونه كړي دوى به د نورو اسلامي هېوادونو او په ځانگړي توگه عربي هېوادونو ديني عالمانو ته د گډون بلنه وركړي.
د افغانستان د سولې شورا غړى قاضي محمد امين وقاد تراوسه هم هيله لري، چې پاكستاني عالمان به د افغان حكومت په هڅو د كابل په ناسته كې گډون ته حاضر شي.
د يادونې وړ ده، چې يوه اوونۍ وړاندى د افغانستان او پاكستان عالمانو په اسلام آباد كې ژمنه وكړه، چې په يوه گډه ناسته كې به د افغانستان پر مسايلو بحث وكړي، خو د افغان پلاوي له راستنيدو وروسته د پاكستانيو عالمانو مشر په دې ناسته كې د پاكستانيو عالمانو گډون تحريم كړ.
د پاكستانيو عالمانو رهبر په كابل كې د عالمانو ناسته د افغانستان پر طالبانو يو اړخيز بريد بللى، نه سولې ته د رسيدو يوه غونډه.