سیمه ییز خبرونه

د كابل _جلال آباد د دوه يم سرك چارې به ډير ژر پيل شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل _جلال آباد د دوه يم سرك په جوړيدو، چې په درې كالونو كې به يې چارې بشپړې شي كابل د هېواد له ختيځ په ځانګړې ډول د جلال اباد ښار  سره د ماهيپر، لته بند او سپرۍ  له لارو وښلول شي.

ويل كيږي د دغه سرك اوږدوالى سل كيلو متره ، پلن والى اووه متره دى، چې په  ۳۰۰ مارك كانكريت د ۲۳ سانتې پلن والي سره به جوړ شي.

چارواكي وايي، پر دغه سرك چې يو سلو لس ميليونه ډالر لګښت راځي پيسې يې د اسيا د پرمختيايي بانك له خوا وركول كيږئ .

د فوايد عامې وزارت خبردارۍ وركوي،  چې كه د دغه سرك چارې په ټاكل شويو ميعارونو او په ټاكلې نېټه تر سره نه شي؛ نو له گټونكې شركت سره به جدي چلند وشي.

د فوايد عامې وزير نجيب الله اوژن وايي، چې د دغه سرك په اوږدو كې به  دوه سوه اته نوي واړه او منځني پلونه او  ورسره ۷۵۰۰ متر مربع استنادي ديوال هم جوړ شي.

دغه سرك، چې په كابل كې د سپرۍ له سيمې پيليږي او د سروبې او شېرزادو له ولسواليو څخه په تېردو  د ننگرهار په سره خرود ولسوالۍ كې د جلال آباد- تورخم له سرك سره نښليږي.

له بلې خوا په افغانستان كې د آسيا  پرمختيايي بانك رييس يو ځل بيا له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټينگار كوي.

د آسيا پرمختيايي بانك رييس  جوجي تاكاهاشي وايي:

دغه بانك له ۲۰۰۲ م كال څخه را پدي خوا له افغانستان سره د سرك جوړونې، برښنا او بنسټيزو پروگرامونو له لارې شاوخوا درې نيم ميليارد  دالر مرسته كړې او  له ۲۰۱۴ م كال ورسته به هم دغه مرستې دوام وكړي .

د يادونې وړ ده، چې د آسيا پرمختيايي بانك چارواكو يو ځل بيا له افغانستان سره د خپلو مرستو پر دوام ټينگار وكړ .

Trending

Exit mobile version