سیمه ییز خبرونه

د كار او ټولنيزو چارو وزارت د دريو پروژو د عملي كېدو تړونونه لاسليك كړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د كار او ټولنيزو چارو وزارت  د بيكاري د كچې د ټيټولو او د كار ي وړيتاوو د لوړولو په موخه  د  يو ويشت ميليون  افغا نيو په ارزښت   د فني او  حرفوي  تعليماتو تړونونه له دوو خصوصي  موسسو سره لاسليك كړل.

د كار او ټولنيزو چارو وزيره امنه افضلي وايي چې:

دغه پروژې به د كندهار ،ننگرهار او  هرات په ولايتونو كې عملي  شي.

اوزياتوي چې د دغو پروژو په عملې كېدو سره به نږدې زر كسان حرفوي او فني زده كړې تر لاسه كړي. دا پروژې چې په كندهار، ننګرهار او هرات  ولايتونو كې عملي كېږي، تړونونه يې د يو ويشت ميليونو ډالرو په ارزښت د يكشنبې په ورځ په كابل كې د كار او ټولنيزو چارو وزارت او دوو نا دولتي موسسو سره لاسليك شول.

دكاراو ټولنيزو چارو وزيرى  امنې  افضلي زياته كړه چې، د ننگر هار پروژه يوازي د ښځو لپاره ځانگړي شوي خو په  كندهار او هرات كې  د ښځو او نارينوو  په گدون  به نږدې زر كسان  له  دغو  فني او حرفوي  زدكړو څخه په  اتو مياشتو كې  برخمن  شي .

د كار او ټولنيزو چارو  وزارت  په وېنا  تر اوسه  د دغو  پروگرامونو څخه د فارغو شويو كسانو شپږ اتيا په سلو كې كسان په كار بوخت شوي دي. په داسې حال كې چې په افغانستان كې زياتره كسان له بېكارۍ سره مخامخ دي او د كار موندنې لپاره گاونډيو هېوادونو ته په سختو شرايطو كې سفر كوي. په همدې وخت كې د كار او ټولنيزو چارو وزارت مسولين وايي چې، تر دوه زره ديارلسم كال پورې به دوه سوه څلوېښت زرو كسانو ته فني او حرفوي زده كړې وركړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version