سیمه ییز خبرونه

د كانكور كمېټې پر ځاى بايد يوه بله كمېټه د لوړو زدكړو وزارت له تشكيلاتو بهر جوړه شي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

مشرانو جرګې د رايو په غوڅ اكثريت سره پرېكړه وكړه، چې د كانكور كمېټه ړنګه شي او پر ځاى يې بايد يوه بله كمېټه د لوړو زدكړو وزارت له تشكيلاتو بهر جوړه شي.

د مشرانو جرګې د یکشنبې ورځې (د کب ۲۷ ) په عمومي غونډه كې، چې د لوړو زدكړو وزير هم غوښتل شوى وو، د كانكور آزموينې پايلې غېر شفافې وبلل شوې.

د كانكور آزموينې د پايلو تر اعلان وروسته په آزموينه كې د پراخې درغلي ادعاوې را پورته شوې.

محصلينو په همدې تړاو لاريونونه هم وكړل.

په همدې لړ كې مشرانو جرګې د لوړو زدكړو وزير د سپيناوي لپاره ور وغوښت.

يو شمېر سناتوران ادعا كوي، چې د كانكور په آزموينه كې خيانت شوى او آن ځينو هېوادونو د كانكور آزموينې په پايلو كې لاسوهنې كړې دي.

خو د لوړو زدكړو وزير عبيدالله عبيد وايې:

هر څوك، چې د آزموينې پاېله غېر شفافه بولي، وزارت چمتو دى څو دغو شكايتونو ته رسيدګي وكړي.

د مشرانو جرګې غړو پرېكړه وكړه، چې د كانكور كمېټه له لوړو زدكړو وزارت جلا شي او چا، چې په وروستۍ آزموينه كې درغلي كړې، بايد تعقيب شي.

د مشرانو جرګې رئيس فضل هادی مسلمیاروايې:

له ولسي جرګې سره به په ګډه د كانكور پايلې وڅېړي.

د لوړو زدكړو وزير هم د مشرانو جرګې له دې اقدام سره هوكړه لري، او له سناتورانو غواړي، چې كه د كانكور د آزموينې په  پايلو كې د وزارت د كاركوونكو د درغليو په تړاو اسناد او شواهد لري، بايد دوی ته يې وسپاري څو وڅېړل شي.

Trending

Exit mobile version