سوداگري
د كانونو وزارت نه شي كولاى، چې د كانونو تړون د داوطلبۍ له بهير څخه پرته لاسليك كړي
د عدليې وزارت وايي، چې افغان ولسمشر د كانونو په قانون كې د افغانستان د عليا او مصلحتونو ګټو ته پر پاملرنې ټينګار كوي.
په تېرو شپږو مياشتو كې د كانونو وزارت د ډېرو هڅو سره سره د كانونو قانون د وزيرانو شورا له خوا دوه ځلې رد شو.
له هغې وروسته د دغو اختلافاتو د حل لپاره بين الوزارتي كمېټه هم جوړه شوه، چې د دغې كمېټې چارې هم بې پاېلې وې.
د شنبې په ورځ ( د کب ۵ ) افغان ولسمشر د وزيرانو شورا په ځانګړې غونډه كې عدليې او كانو وزارت ته دستور وركړى، چې د دغه قانون مسوده جوړه او د وزيرانو شورا راتلونكې ناستې ته، چې پام كې ده د دوشنبې په ورځ جوړه شي د تصويب لپار وړاندې كړي.
د عدليې وزير حبيب الله غالب وايي:
د دغه قانون مسوده ټولو خواوو او د ولسمشر ټولو وړاندېزونو ته په پاملرنه جوړه شوې او د وزيرانو په شورا كې به تصويب شي.
نوموړی همدارنګه زیاتوی، چې يوه جنجالي ماده په دغه قانون كې د يو شركت له خوا د لويو كانونو د كيندنو او استخراج موضوع ده، چې وزيرانو شورا پدې باب هوكړې ته رسېدلي دي.
ښاغلى غالب همدارنګه وايي، چې لدې وروسته د كانو وزارت نه شي كولاى، چې د يو كان تړون كه ډېر كوچنى هم وي د داوطلبۍ له بهير څخه پرته لاسليك كړي.
افغان دولت له څو كلونو را پدې خوا هڅه كوي تر څو د نړيوالو مرستو د بندېدو څخه وروسته د خپلو لګښتونو د پوره كولو لپاره د افغانستان كانونه استخراج كړي.