سیمه ییز خبرونه

د كندوز نامسووله وسلوال په كابل كې د ځينو ځانگړيو كړيو له ملاتړ برخمن دي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كندز والي وايي:

په كابل كې ځينې ځانگړې كړۍ او سياست وال د كندوز ولايت له نامسووله وسلوالو ملاتړ كوي.

د كندوز والي انور جگدلك دغه كړۍ نه افشا كوي؛ خو وايي :

دا كړۍ د راروانو ولسمشريزو او ولايتي شوراگانو په ټاكنو كې د خپلې  بريا په هيله بېلابېلې هڅې تر سره كوي.

والي وايي، كه د سيمه ييزو پوليسو د تشكيل ستونزه حل شي، دوى به وكړاى شي، دا وسلوال بې وسلې كړي.

د كورنيو چارو وزارت وايي، سيمه ييز پوليس تر اوسه د كندز په څلورو ولسواليو كې ځاى په ځاى شوي او ټاكل شوې په دوه نورو ولسواليو كې هم وگمارل شي.

د كندز ولايت اوسيدونكي په سيمه ييزو چارواكو كلكې نيوكې كوي  او وايي، په لويو لارو، كندز ښار او كليو كې امنيتي حالت ورځ تر بلې خرابيږي او  د سړي تښتونې پېښې هم  را منځته كيږي.

د كندز امنيه قوماندان عبدالخليل اندرابي د خلكو دا اندېښنې بې ځايه بولي او وايي، پوليس د لويو لارو د امنيت ساتنې او د سړي تښتونو د پېښو د مخنيوي لپاره د پوستو د پراخولو او ډېرولو په حال كې دي.

كندز شاوخوا يوميليون وگړي لري، شپږ ولسوالۍ دغلته شتون لري او خان آباد د دې شپږ ولسواليو تر ټولو ناامنه سيمه ده.

راپورونه وايي، چې په دې ولايت كې نامسووله وسلوال په وژنو، غلاوو او د جنسي تېريو په پېښو كې لاس لري.

Trending

Exit mobile version