تازه خبرونه

د لبنان بیروت ښار یوې زورورې چاودنې ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: زمری ۱۴, ۱۳۹۹)

د ځایي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ د لبنان ښار د بندر په اړوند سیمه کې زوروره چاودنه رامنځته شوې ده.

د چاودنې بڼه په ډاګه شوې نده او نه هم د تلفاتو په اړه څه ویل شوي دي.

چاودنه دومره زوروره وه، چې د اړوند سیمې د کورونو او ودانیو ښیښې یې ماتې کړې او مالي زیانونه یې اړولي دي.

د پېښې یو لیدونکي رویترز خبري سرچینې ته ویلي: زه د بیروت پر ښار د اور لمبو  او لوګیو د راپورته کیدو لیدونکی وم؛ خلک له اړوند سیمې تښتیدل او پر چغو چغو یې ژړل. د کورونو بالکنونه را وغورزیدل او د لوړپوړو ودانیو ښیښې کوڅو او سړکونو ته راولویدې.  

سیمه ییزو رسنیو د دغه هېواد د روغتیا وزارت له قوله ویلي؛ د زیانونو شمېر خورا ډېر دی او په ډېر شمېر خلک ټپیان دي.

ویل کیږي، چې چاودنه د بېلابېلو ګودامونو او زیرو په اړوند سیمه کې رامنځته شوې او تر دې دمه د پوره ځاني او مالي زیانونو شمېر په ډاګه شوی ندی.

Trending

Exit mobile version