نړۍ

د لبنان حزب الله له اسرائیلو سره د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز ومانه

هغه د امریکا دغه وړاندیز د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو اړینه هڅه یاده کړې ده.

Published

on

یوه لوړپوړي لبناني چارواکي رویټرز خبري سرچینې ته ویلي، چې د لبنان حکومت او حزب الله له اسرائیلو سره د اوربند لپاره د امریکا له وړاندیز سره موافقه کړې؛ خو د منځپانګې په اړه ځینې وړاندیزونه لري.

هغه د امریکا دغه وړاندیز د جګړې د پای ته رسولو لپاره تر ټولو اړینه هڅه یاده کړې ده.

اسرائیلو تر اوسه د دې خبر په اړه کوم غبرګون ندی ښودلی.

پر لبنان د اسرائیلي پوځ پراخ بریدونه روان دي او تر اوسه دغه جګړه په لبنان کې د څو زره کسانو د وژل کېدو او د بیروت له جنوب او شاوخوا سیمو څخه د شاوخوا یو نیم میلیون خلکو د بې ځایه کېدو لامل شوې هم ده.

د لبنان پارلمان د مشر نبيه بري مرستیال علي حسن خلیل ویلي، هېواد یې په لبنان کې د امریکا سفیر ته خپل لیکلي ځواب وړاندې کړی دی. همدا راز د سپینې ماڼۍ سفیر آموس هوکشتاین هم د خبرو اترو د دوام لپاره بیروت ته تللی دی.

آموس هوکشتاین د اسرائیل او لبنان ترمنځ یو امریکایی منځګړی دی. هغه يهودي دی او د قدس په ښار کې زېږېدلی دی. له دې مخکې د آموس هوکشتاین پر منځګړیتوب لبنان او اسرائیلو د سمندري سرحدونو د ټاکلو لپاره بریالي غیر مستقیم مذاکرات ترسره کړل. دا خبرې اترې د دې لامل شوې، چې د اسرائیلو او لبنان تر منځ سمندري پولې وټاکل شي.

له دې مخکې د لبنان حزب الله منلې وه، چې د شیعه ډلې او د لبنان د پارلمان مشر نبيه بري به د حزب الله پر استازیتوب خبرې اترې کوي.

خلیل رویټرز ته ویلي: لبنان خپل نظرونه په بیروت کې د امریکا سفیر ته په یوه یاددښت کې وړاندې کړي دي.

هغه د جزئياتو له ورکولو ډډه کړې؛ خو څرګندوي: ټول هغه نظرونه، چې مونږ وړاندې کړي؛ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د ١٧٠١ نمبر پرېکړه ليک له ټولو جزئياتو سره سمون خوري.

د امنیت شورا ۱۷۰۱ پرېکړه لیک په ۲۰۰۶ کال کې د لبنان د حزب الله او اسرائیلو تر منځ پخوانۍ جګړه پای ته ورسوله.

په دې پرېکړه لیک کې ټینګار شوی، چې حزب الله باید د لبنان او اسرائیلو په سرحدي سیمه کې تر لیطاني سینده (جنوبي لبنان) پورې پوځي حضور ونلري. دا په دې معنی ده، چې د لبنان او اسرائیلو تر منځ له پولې څخه ۳۰ کیلومټره واټن دی.

خلیل د اسرائیلو او لبنان ترمنځ د اوربند لپاره د امریکا لخوا وړاندیز شوي پلان ته په نغوته کې ویلي، چې د دې نوښت بریالیتوب اوس له اسرائیلو سره تړاو لري. که اسرائيل د حل لار نه غواړي؛ نو سل ستونزې رامنځته کولی شي.

رویټرز لیکي، چې اسرائیلو مخکې ویلي وه، چې له اسرائیلو سره د لبنان په پولو کې د حزب الله نظامي ځواکونو او د حزب الله د وسلو د شتون له کبله د ۱۷۰۱ پرېکړه په سمه توګه پلي شوې نده.

لبنان هم پر اسرائیل تور لګوي، چې د دغه هېواد په فضا کې ناقانونه الوتنې کوي.

د لبنان د پارلمان مشر خلیل دستیار زیاته کړې: اسرائیل هڅه کوي، چې خبرې اترې د اور لاندې راولي او پر مونږ فشار راوړي.

هغه په ​​بیروت او د هغې پر جنوبي سیمو (ضاحیه) د اسرائیلو د بریدونو زیاتوالي ته نغوته وکړه، چې د حزب الله د فعالیتونو مرکز دی.

  د لبنان له حزب الله وروسته امل غورځنګ د لبنان تر ټولو مهمه شیعه ډله ده.  که څه هم د حزب الله د پراخو فعالیتونو کچه له امل سره د پرتلې وړ نده..

Trending

Exit mobile version