سیمه ییز خبرونه
د لوى اختر په مناسبت ۵۰ تنه د ملي امنيت له نظارت خانې څخه خوشې شول
ملي امنيت د لوى اختر په مناسبت هغه پنځوس تنه خوشي كړل، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د دولت له وسله والو مخالفينو سره د همكارۍ په تور نيول شوي وو. د ملي امنيت مسئولين وايي، دا كسان د نيولو پروخت وسله وال نه وو، خو د څېړنو له مخې دې كسانو د دولت له وسله والو مخالفينو سره د همكارۍ له امله سپك جرمونه كړي دي.
دا كسان، چې د ملي امنيت له خوا د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د عملياتو په ترڅ كې نيول شوي وو له يوې اوونۍ نيولې تريوې مياشتې پورې وخت يي د ملي امنيت په نظارت خانه كي تېر كړى دى.
د ملي امنيت رياست د وياند مرستيال شفيق الله طاهري وايي:
پدې موده كې څېړنو وښوده، چې ځينې دغو كسانو له قانون څخه د ناخبرۍ له امله له وسله والو مخالفينو سره همكاري كړې ده.
د خوشي شويو كسانو له ډلې د پكتيا اوسېدونكي حاجي نعمت الله كوچي له دولت څخه وغوښتل، چې د نيولو پروخت دقيقو معلوماتو ته ډېره پاملرنه وكړي، چې دوى د شخصي دښمنيو له امله د وسله والو مخالفينو همكار ونه گڼل شي.
ملي امنيت له دغو كسانو وغوښتل، چې د هېواد په بېا ودانولو كې له دولت او خلكو سره همكاري وكړي او د هغو كسانو په خبرو تېر نه وزي، چې د افغانستان د تبا كولو هوډ لري.
