تازه خبرونه

د لوړو زده‌کړو وزارت د علمي کدرونو معاشونه زیات شول

Published

on

د لوړو زده‌کړو وزارت د هېواد د لوړو زده‌کړو د بنسټونو د علمي کدرونو معاشونه لوړ کړي دي.

په هغه خبرپاڼه کې، چې د دوشنبې پر ورځ ( د وري یویشتمه ) خپره شوې، راغلي:

د پوهاند علمي رتبې معاش له ٣٩ زره څخه ٦٠ زره،

د پوهنوال علمي رتبې معاش له ٣٣ زره څخه ٤٥ زره،

د پوهندوی علمي رتبې معاش له ٢٧ زره څخه تر ۳۸ زره،

د پوهنمل علمي رتبې معاش له ۲۱ زره څخه ۳۰ زره،

د پوهنیار د علمي رتبې معاش له ۱۸ زره څخه ۲۵ زره او د نوماند پوهنیار د علمي رتبې معاش له ۱۳۵۰۰ څخه ۲۰۰۰۰ زره ته لوړ شوی دی.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې، دغه زیاتوالی د ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د وري له میاشتې د اجرا وړ دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په کابل کې یوې ناستې ته د وینا پر مهال خبرداری ورکړی؛ ځینې مدرسې یو شمېر خلکو ته جعلي تحصیلي اسناد ورکوي، چې د لیسانس کچې دولتي اسناد پرې ترلاسه کړي. هغه ویلي؛ له هغو کسانو سره به، چې جعلي اسناد ورکوي او یا یې ترلاسه کوي قانوني چلند تر سره شي.

Trending

Exit mobile version