تازه خبرونه
د لوړو زدهکړو وزیر په کابل کې د پاکستان له سفیر سره وکتل
د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زدهکړو وزیر د دوشنبې پر ورځ (د غبرګولي لومړۍ ) په کابل کې د پاکستان له سفیر عبیدالرحمن نظاماني سره وکتل؛ د ګاونډیتوب پر حقونو او ښو اړیکو یې ټینګار وکړ.
لوړو زدهکړو وزارت څرګنده کړې، چې مولوي ندا محمد ندیم په کابل کې د پاکستان له سفیر او مل پلاوي یې سره وکتل.
په دې کتنه کې د لوړو زدهکړو وزیر ویلي: افغانان په یوه عنعنوي او فکري ټولنه کې ژوند کوي؛ اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانانو پر فرهنګ او افکارو نیوکه وکړي او د اسلامي ارشاداتو په پلي کولو کې خپلې دې موخې ته ژمن دی.
په دې کتنه کې ندا محمد ندیم د تېرو حکومتونو او د هغوی د نړیوالو همکارانو د ظلم او استبداد یادونه وکړه او وایي؛ د بشر د حقونو ناحقه مدافعین غواړي پخپلو ظلمونو او جنایتونو سترګې پټې کړې او اوس په بېلابېلو پلمو د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې هڅې کوي.
په کابل کې د پاکستان سفیر ویلي؛ افغانستان او پاکستان دوه دوست ( حکومتونه) دي، چې دیني، مذهبي او فرهنګي مشترکات لري.
د عبیدالرحمن نظاماني د څرګندونو له مخې؛ د دغو ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره، دوی د نورو پر پرتله له افغانستان سره لازمې همکارۍ ته چمتو دي.
په دې کتنه کې د لوړو زدهکړو وزارت علمي مرستیال لطف الله خیرخواه په پاکستان کې د افغان محصلینو د ویزې د ستونزو پر حل د ټینګار ترڅنګ د تدریسي روغتونونو د استادانو او د تحصیلي بنسټونو د اکادمیکو کارکوونکیو د روزنې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.