تازه خبرونه

د لوړو زدکړو د ننګونو په اړه افغان او قطري پلاویو خبرې وکړې

Published

on

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زدکړو وزارت یوه پلاوي د سې شنبې پر ورځ په دوحه کې له قطري چارواکو سره پوهنتون ته د ښځو د لاسرسي په ګډون د لوړو زدکړو په نظام کې پر شته ننګونو خبرې وکړي.

د افغانستان د اسلامي امارت د لوړو زدکړو وزارت یو پلاوی د سې شنبې پر ورځ ( د مرغومي ۲۷ ) قطر ته ولاړ او د دغه هېواد له چارواکو سره یې وکتل.

په قطر کې له جګړې وروسته د بیارغونې او پراختیا څېړنیز مرکز مشر سلطان برکت تویت کړی، چې په دوحه کې یې د افغانستان د لوړو زدکړو وزارت د مرستیال حمید حسیب پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.

هغه څرګنده کړې: پوهنتونونو ته د ښځو د لاسرسي په ګډون د لوړو زدکړو پر وړاندې د ننګونو په اړه بحث وشو.

دا په داسې حال کې ده، چې د لوړو زدکړو وزارت تر راتلونکي اعلان پورې د حجاب پر لامل دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته د ښځو او نجونو پر تګ بندیز لګاولی، چې دې کار کورني او بهرني غبرګونونه راوپارول.

Trending

Exit mobile version