تازه خبرونه

د لوګر ناامني، کابل له ګواښونو سره مخ کوي- شنونکي

Published

on

د امنیتي چارو کارپوه او د افغانستان د حکومت یوه لوړ پوړي پخواني چارواکي ویلي، چې په لوګر ولایت کې د بلواګرو د هڅو ډېروالی ښایي د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته د کابل محاصرې یو برخه وي.

د افغانستان د شنونکیو څانګې د تازه راپور له مخې؛ لوګر د کابل جنوبي دروازه او یو ستراتیژیک ولایت دی، چې تاوتریخوالی یې د روانې میاشتې په لومړیو کې دې ولایت ته د ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال څرګند شو.

د ولایت په مرکز پل علم کې د ولسمشر اشرف غني د  سفر پر مهال او له وینا وروسته اته هاوانونه وویشتل شول.

طالبانو هماغه مهال د لوګر د مرکز په څنډو کې د پولیسو پر یو شمېر پوستو هم بریدونه تر سره کړل.

د دغه راپور له مخې د لوګر له اووه ولسوالیو څخه حکومت یوازې د درې ولسوالیو ځینې برخې په واک کې لري، چې طالبان ته یې پر کابل د ګواښ ترټولو نږدې واټن چمتو کړی دی.

د افغانستان د شنونکیو څانګې په ډاګه کړې، چې د دې ولایت اوسیدونکي د حکومت بېوسي د طالبانو د هڅو علت بولي؛ خو حکومت ویلي، چې د ځایي خلکو نه همکارۍ دا ستونزه رامیځته کړې ده.

لوګر یو ډېر اړین او ستراتیژیک ولایت دی، چې مرکز پل علم د کابل سویلي لوري ته په ۶۰ کیلو مترۍ کې پروت دی او محمد آغه ولسوالۍ یې له کابل ۲۳ کیلومتره واټن لري. حکومت پر مرکز پل علم، خوشي او محمد آغه ولسوالیو بشپړ واک لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د شنونکیو انستیتیوت راپور بیا له دې ولایت یو بل انځور نندارې ته وړاندې کوي.

ځایي خلکو دغه بنسټ ته په یوه مرکه کې، ویلي؛ طالبان د ولایت له مرکز څخه څلور کیلومتره لیرې په کلیو کې پراخې هڅې لري، چعملیات هم تر سره کړل.

په بره کي برک، څرخ او خروار ولسوالیو کې حکومت یوازې د دې ولسوالیو پر مرکزونو واک لري.

د سیمې اوسیدونکیو زیاته کړې، چې د خوشي ولسوالۍ نیمه برخه د طالبانو لخوا او پاتې نیمه برخه د حکومت لخوا اداره کیږي. د ازرې ولسوالۍ وضعیت له دې هم خراب دی.

دوه میاشتې مخکې قومي مشران او د حکومت پلویان د ولایت په مرکز کې راټول شوي وه او له وسلوالو یې وغوښتل، چې اوربند وکړي او پر افغان ځواکونو بریدونه ودروي.

د طالبانو د هڅو پراختیا افغان او ائتلافي ځواکونه اړ کړل، چې په ۲۰۱۹ کې د د دغه ولایت یو شمېر سیمې بنبارد کړي.

د څرخ ولسوالۍ یوه قومي مشر د افغانستان شنونکیو ته څرګنده کړې، چې وضعیت داسې دی، چې یو ولسوال له ځواک پرته د ولسوالۍ مرکز ته سفر نشي کولی.

په راپور کې راغلي، چې د دې ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې خلک د افغان حکومت په پرتله له طالبانو سره ډېره خواخوږ ښيي.

راپور؛ د افغان ځواکونو او دولت پلوه ځواکونو لکه د سیمه ییزو پولیسو او پاڅونوالو ناوړه چلند، له طالبانو سره د خلکو د خواخوږۍ یو علت بولي.

https://www.afghanistan-analysts.org/en/reports/war-and-peace/a-threat-at-kabuls-southern-gate-a-security-overview-of-logar-province/

Trending

Exit mobile version