تازه خبرونه
د لوګر ولایت د ګارنیزون قومندان ووژل شو
(Last Updated On: )
د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د ملي اردو د دوه سوه درېیم تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندانۍ د ګارنيزيون قومندان ډګروال محمداجان ووژل شو.
د دې ولايت د والي وياند سليم صالح وويل؛ افغان امنيتي ځواکونو د محمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه کې تېره ورځ سهار عمليات پيل کړي، چې اوس هم روان دي.
دهغه په وینا؛ قومندان محمداجان د دغوعملياتو مشري کوله.
نوموړی زیاتوي؛ کله، چې هغه تېرماښام په زرغون ښار کې خپل پلرني کور ته ننوتو د کور په دروازه کې پرې په ماهرانه توګه ځاى په ځای شوي ماین چاودنه وکړه چې د همدې چاودنې له کبله يې ژوند له لاسه ورکړ؛ خو نور چاته په کې د سر زيان نه دى رسیدلى.