تازه خبرونه

د لوګر ولایت په خوشي ولسوالۍ کې سلګونه اړمنې کورنۍ د بیات بنیاد له مرستو برخمنې شوې

Published

on

د بیات بنیاد مسوولینو ويلي؛ د لوګر ولایت په خوشي ولسوالۍ کې یې پر هغو سلګونه کورنیو خوراکي توکي وېشلي، چې د وروستیو سیلابونو له کبله زیانمنې شوې دي.

د بيات بنياد مرستيال څرګنده کړې؛ په دغو مرستو کې اوړه، وريجې او غوړي شته، چې پر مستحقينو وېشل کیږي.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسمعیل شاه سمند وایي: بیات بنياد تل د افغانستان د درنو ګرانو خلكو په چوپړ کې دی او په تېره بيا د هېواد په بېلابېلو سیمو کې له وروستيو سېلابونو او زلزلو وروسته یې خپلې مرستې وررسولي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ هغه زیاته کړې: له نېکه مرغه نن د لوګر ولایت خوشي ولسوالۍ ته ورسېدو. دلته هم د اوړو، غوړیو او وریجو په ګډون مو خپلو یو شمېر درنو هېوادوالو ته، چې سیلاب ځپلي دي خوراکي توکي وېشو او په راتلونکي کې به هم  د دغه بنسټ مرستې پر زیانمنو خلکو ووېشل شي.

هغه کورنۍ، چې له دغو مرستو څخه برخمنې شوي، د بیات بنیاد له مرستو د مننې ترڅنګ له نورو مرستندویه بنسټونو هم غوښتنه کوي، چې له دوی سره ورته لازمې مرستې وکړي.

د لوګر د خوشي ولسوالۍ اوسیدونکی عبدالله جان وایي: ډېر خوښ یوو، چې د خوشي ولسوالۍ سیلاب خپلیو ته مرسته راورسېده.

د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ اوسیدونکی نورالله وایي: له بیات خیریه بنسټه مننه کوو، چې د خوشي ولسوالۍ له خلکو سره یې مرسته وکړه.

د بیات بنیاد مسوولین ډاډ څرګندوی؛ هڅه کوي، چې د ژمي له رانږدې کېدو سره د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې اړو کورنیو ته خپلې مرستې ورسوي.

Trending

Exit mobile version