سیمه ییز خبرونه
د لوګر په ازرې ولسوالۍ كې چيچني او پنجابي ترهګر مېشت شوي دي
د ملي دفاع وزارت مسئولين وايي، د لوګر په ازرې او د ننګرهار په حصارك ولسواليو كې عرب، چيچني، ازبك او پنجابي ترهګر مېشت شوي او د دولت له وسله والو مخالفينو سره په ګډه غواړي كابل وګواښي.
د ملي دفاع وزارت مسئولين وايي، له څو مياشتو را په دېخوا وسله وال مخالفين د يو شمېر بهرنيو ترهګرو په مرسته ځينو سيمو كې مېشت شوي او غواړي پلازمېنه وګواښي.
د دغو وسله والو د ګواښونو د له منځه وړلو لپاره افغان ځواكونو د روانې زمري مياشتې له لومړۍ څخه عمليات پېل كړي دي.
د ملي دفاع وزارت لوى درستيز شير محمد كريمي وایی:
دا عمليات د افغان هوايي ځواك، ملي دفاع او كورنيو چارو وزارتونو او د ملي امنيت د لوى رياست له خوا په خپلواكه توګه په لار اچول شوي، چې په كې بهرني ځواكونه ښكېل نه دي.
د خاك جبار ولسوالۍ امنيه قوماندان احمد يعقوب زلمي وایی، د كابل د خاك جبار ولسوالۍ، چې د كابل ښار په ختيځه څنډه كې څلوېښت كيلو متره لرې پرته ده. دغلته هم د دولت وسله وال مخالفين ځاى پر ځاى شوي و، خو د افغان ځواكونو د چاڼيزو عملياتو په پايله كې دغه ولسوالۍ د وسله والو له شتون څخه پاكه شوې ده.
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال دادان لونګ وايي، دوی په هغو سيمو كې چاڼيز عمليات پيل كړي، چې وسله وال مخالفين په كې د امنيت د خرابولو هڅه كوي.
د ملي اردو د دغه قوماندان په خبره، دښمن په دې هڅه كې دى، چي د ننګرهار حصارك، بټي كوټ او شېرزاد ولسواليو كي امنيټ ګډود كړي، خو دوی د وسله والو مخالفينو د پلانونو د شنډولو لپاره خپل چاڼيز عمليات پېل كړي دي.
د ننګرهار د حصارك ولسوالۍ چېرې، چي له دوو اوونيو را په دېخوا په كې د وسله والو مخالفينو او افغان ځواكونو تر منځ نښتې روانې دي. د څلورمې پلې لوا د لومړي كنډك قوماندان سخي داد محمدي وايي، اوس د دې ولسوالۍ ډېرې سيمي تصفيه شوي او يو شمېر چيچنيايي ترهګر يي وژلي او يا ټپيان كړي دي.
د ملي دفاع وزارت لوى درستيز شېرمحمد كريمي همدارنګه وایی، دا چاڼيز عمليات په داسي حال كي په خپلواكه توګه د افغان ځواكونوله لخوا پېل شوي، چي په پام كي ده د ۲۰۱۴ كال په پاى كۍ ټولې امنيتي چارې له بهرنيو ځواكونو څخه افغان ځواكونوته وسپارل شي.
سیمه ییز خبرونه
امریکا دې د بشري حقونو په اړه دوه ګوني سیاست ودروي – ترکیه
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ ترکیې د چارشنبې پر ورځ امریکا تورنه کړې، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست پالي او وایي، چې واشنګټن د بشري حقونو کلنی راپور په غزه کې د اسرائیلو د بریدونو په غندلو کې پاتې راغلی دی.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د امریکا دې کلني راپور په غزه کې روان غیر انساني بریدونه په سمه توګه راځلولي ندي. دا راپور پر سیاسي انګیزو له بې طرفۍ او معقولیت څخه لرې چمتو شوی دی.
ترکیې له واشنګټن وغوښتل، چې د بشري حقونو په اړه دوه ګونی سیاست ودروي.
دغه راز په دې راپور کې د سوریې له کردي ملیشې سره د امریکا اړیکو ته هم ګوته نیول شوې، چې انقره یې یوه ترهګر ډله ګڼي.
په غزه کې د روغتیايي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ اسرائیلي ځواکونو له ۳۴ زره ډېر فلسطینیان وژلي، چې ډېر یې ملکيان او ماشومان دي. دا سیمه پر کنډواله بدله شوې او د خوراکي توکو سخت کمښت د قحطۍ وېره راپارولې ده.
اسرائیلو د اکټوبر پر اوومه د حماس د وسلهوالې ډلې د هغه برید په ځواب کې خپل هوایي او ځمکني بریدونه پیل کړل، چې د اسرائیلي ځواکونو د څرګندونو له مخې په کې ۱۲۰۰ کسان ووژل شول.
ترکیې په غزه کې د جګړې له کبله اسرائیل غندلی او د اوربند غوښتنه یې کړې ده.
ترکیې پر لویديځو هېوادونو هم نيوکه کړې، چې له اسرائيلو يې بشپړ ملاتړ کړی دی.
سیمه ییز خبرونه
د غزې په شمال کې د قحطۍ خطر ډېر دی
د بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې اسرائیلو په وروستیو اوونیو کې غزې ته د مرستو رسولو لپاره د پام وړ ګامونه پورته کړي؛ خو د پام وړ کار پاتې دی، ځکه په دې سیمه کې د قحطۍ خطر ډېر دی.
د بشري چارو لپاره د امریکا ځانګړي استازي ډېوېډ سټېټرفیلډ خبریالانو ته ویلي، اسرائیلو په دې وروستیو دوه نیمو اوونیو کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.
ډېوېډ سټېټرفیلډ څرګنده کړې: اوس هم د پام وړ کار پاتې دی، چې باید ترسره شي؛ خو پرمختګ شوی دی.
هغه ویلي، چې په ټوله غزه کې په جګړي توګه شمالي سیمې د قحطۍ له ډېر خطر سره مخ دي.
نوموړي ویلي، چې د فلسطین په کوچنۍ ګڼ میشته سیمه کې له اړو خلکو سره مرستې ته اوس ډېره اړتیا ده.
ملګرو ملتونو له اوږده وخت راپدیخوا په غزه کې د مرستې رسولو او د هغې د وېشلو په لار کې له خنډونو څخه اندېښنه ښودلې او څرګنده شوې، چې له تېرو شپږ میاشتو راپدیخوا د اسرائیلو لخوا د غزې د واکمنې اسلامي وسلهوالې ډلې حماس پر ضد هوايي او ځمکني بریدونه ترسره تر سره کیږي.
د اسرائیلو پوځي کمپاین د اکتوبر له میاشتې راپدیخوا، چې حماس د اسرائیلو په سویل کې جګړه پیل کړه، چې له کبله یې د بشري ناورین ترڅنګ د ۲ اعشاریه ۳ میلیون خلکو کورونه له ځمکې سره اوار شوي دي.
د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو ادارې (UNRWA) مشر فیلیپ لازاریني د سې شنبې پر ورځ ویلي، چې د اپریل پرپرتله غزې ته د تلونکو لاریو منځنی شمېر د ورځې ۳۱۶ ته لوړ شوی دی.
ویل کیږي، چې اوس کثافاتو راټولولو ته پاملرنه ډېره شوې او هڅه کیږي، چې په سویلي غزه کې د ناروغیو د خپریدو مخه ونیول شي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران ولسمشر پر درې ورځني سفر پاکستان ته ولاړ
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي نن سهار ( دوشنبه د غویی درېیمه) د یوه لوړ پوړي سیاسي او اقتصادي پلاوي پر مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلامآباد ته ورسېد.
د ایران اړوند رسنیو خبر ورکړی، چې دغه درې ورځنی سفر به د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او پیاوړتیا، د دوه اړخیزو خبرو اترو او سیمهییزو سلامشورو په پام کې نیولو سره ترسره شي.
ټاکل شوې، چې د ایران ولسمشر به په دې سفر کې د دغه هېواد له ولسمشر اصف علي زرداري سره هم وګوري.
دغه راز د ایراني رسنیو د څرګندونو له مخې؛ پاکستان ته د ایران د ولسمشر د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د دواړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې د سوداګرۍ، روغتیا، اقتصاد، امنیت او عدالت په برخو کې د اړدوند وزیرانو لهخوا د همکاریو یو شمېر سندونه لاسلیک شي.
دا سفر د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د ایران له برید او د ایران په سیستان او بلوچستان ایالت کې د پاکستان له ځوابي بریدونو یوازې درې میاشتې وروسته رامنځته شوی دی.
-
تازه خبرونه3 days ago
وروستیو سیلابونو په افغانستان کې ۱۵۰۰ کورنیو ته زیانونه رسولي
-
نړۍ5 days ago
د جاپان دوه پوځي چورلکې بحر ته وغورځېدې
-
تازه خبرونه5 days ago
د پاکستان سرحدونو وزیر د افغان کډوالو پر باعزته ستنېدا ټینګار وکړ
-
نړۍ3 days ago
د مالیزیا بحري ځواکونو د چورلکو په ټکر کې ۱۰ کسان مړه شول
-
نړۍ1 day ago
د فلسطین پر رفح ښار اسرائیلي ځواکونو د ځمکنيو بریدونو ګواښ وکړ
-
لوبی4 days ago
عینو مېنې، استقلال کابل او اټکانرژي فوټبال لوبډلې، خدیم افسي مات کړل
-
تازه خبرونه3 days ago
راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو
-
لوبی3 days ago
د موج ساحل لوبغاړي د جوانان واحدي لوبډلې پر وړاندې زړهراکښونکی ګول ترسره کړ