تازه خبرونه

د لیسبون په اسماعیلیه مرکز کې دوه ښځې پر چړۍ وژل شوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۲)

پرتګالي چارواکو ویلي، د سې شنبې پر ورځ د لیسبون په اسماعیلیه مرکز کې د یوه شکمن افغان کډوال د چړې په برید کې دوه ښځې وژل شوي او یو نرینه ټپي دی.

پرتګالي پولیسو پر تورن بریدګر له هغې وروسته ډز وکړ، چې هغه د چړې له ایښودلو انکار وکړ او دوی ته یې د نږدې کېدو هڅه پیل کړه.

رویترز د څرګندونو له مخې؛ چارواکو ویلي، چې هغه نیول شوی او روغتون ته لېږدول شوی دی.

اسماعیلیان د شیعه اسلام یو لږکی دی، چې غړي یې په یو شمېر هېوادونو کې د افراطي ډلو لخوا تر برید لاندې نیول شوي دي.

د پرتګال کورنیو چارو وزیر جوز لوئیس کارنیرو خبریالانو ته وویل: داسې بریښي، چې دا یو مجزا عمل و؛ خو حالات او انګیزې یې تر څېړنې لاندې دي.

کارنیرو ویلي، چې تورن بریدګر لږ څه ځوان او درې کوچني ماشومان لري. د هغه میرمن د یونان د کډوالو په یوه کمپ کې مړه شوې ده.

لومړي وزیر انتونیو کوستا ویلي، چې دا یو ځانګړی عمل ښکاري او نور څه ویل به له وخت مخکې وي.

دا سړی، چې د اروپا د همکارۍ تر طرحې لاندې پرتګال ته کډه شوی و او له نړیوال خوندیتوبه برخمن و؛ څه نا څه له ارام ژوندانه برخمن هم و او په اسماعیلیه مرکز کې یې مرسته ترلاسه کړه.

د SIC تلویزیوني شبکې په پرتګال کې د اسماعیلیه ټولنې د مشر ناظم احمد له قوله ویلي؛ دوه قربانیان پرتګالي اتباع ول، چې په مرکز کې یې کار کاوه. هغه دا هم ویلي، چې برید کوونکی یو افغان کډوال و.

پولیسو سمدلاسه د قربانیانو د ملیتونو تصدیق ندی کړی؛ خو کارنیرو ویلي، چې دا سړی ډېری وخت د پرتګالي ژبې زده‌کړې، د خواړو بسپنه راټولولو او د ماشومانو پاملرنې لپاره مرکز ته تللی و.

لومړي وزیر زیاته کړې، ښځو د مرکز د کډوالو د ملاتړ په پروګرام کې کار کاوه.

له برید لږ وروسته له مرکزه بهر د وسله‌والو پولیسو په موجودیت کې یو زیات شمېر خلک خفه ښکارېدل، چې وروسته دننه ولېږدول شول. پولیس افسران، چې سپینې جامې یې لرلې د جرمي څېړنې لپاره ودانۍ ته ننوتل.

رویترز راپور ورکړی، چې په پرتګال کې د اسماعیلیانو ټولنه په لویدیځه اروپا کې ترټولو لویه هغه ده، چې شمېر یې په زرګونه دی او ډېري یې د کورنۍ جګړې پرمهال موزمبیق ته تښتیدلي دي.

Trending

Exit mobile version