سوداگري

د مالګې او نفرایت ډبرې د استخراج قرارداد خصوصي شرکتونو ته ورکړ شو

Published

on

په تخار کې د مالګې د استخراج او د ننګرهار د نفرایت ډبرې د کانونو تړون د کانونو او پټرولیم وزارت لخوا د داوطلبۍ له لارې خصوصي شرکتونو ته ورکړ شو.

د کانونو او پترولیم وزارت په ډاګه کړې؛ د سې شنبې پر ورځ ( د وري ۲۲ ) په یوه رسنیزه ناسته کې د ننګرهار ولایت د ګوشتې ولسوالۍ د توره تنګي د نفرایت کان او د تخار ولایت د نمک آب ولسوالۍ د تاقچه خانې د مالګې کان داوطلبي رڼه ترسره کړې ده.

د کانونو او پترولیم وزیر شهاب الدین دلاور له دغو شرکتونو غوښتي، چې د قرارداد له مخې د دغو کانونو استخراج پیل کړي.

د دغه وزارت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ دا تړونونه د پېنځه کلونو لپاره دي.

ګټونکيو شرکتونو ویلي، چې د تړون له شرایطو څخه به سرغړونه ونه‌کړي.

د کارپوهانو پر اند؛ که د کانونو د استخراج بهیر روڼ وساتل شي، نو د ډېرو کورنیو او بهرنیو پانګوالو پام به ځانته راجلب کړي او د هېواد په کانونو کې د پانګونې له پراخېدو سره به افغانستان ورو ورو له اقتصادي ستونزو راووځي.

د يادونې وړ ده، چې د دغو کانونو د استخراج له پيلېدو سره به لسګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شي او د بېوسۍ کچه به ورسره راټیټه شي.

Trending

Exit mobile version