سیمه ییز خبرونه
د مالیزیا بوینگ الوتکه په اوکرین کې رانسکوره شوې
د ر پوټونو له مخې یوه مالېزیايۍ سپرلۍ وړونکې الوتکه ، چې ۲۹۵سپرلۍ په کې سپرې وې د اوکراین د دنېڅک په سیمه کې لوېدلې ده.
په دې بوینگ۷۷۷الوتکه کې پر ۲۸۰ سبرلیو سربېره د الوتکې ۱۵ تنه کارکوونکي هم ول، چې له هالنډ څخه يې د مالیزیا پلازمېنې کولالمپور لوري ته الوتنه کوله.
ځینې ادعاوې شته، چې گواکې دغه الوتکه په توغندي ويشتل شوېده.
داوکراین ولسشمرپېترو پاراشېنکو وایي الوتکه د ترهگرۍ پر لامل راغورزول شوې ده.
دده موخه اوکراین حکومت مخالفین دي چې روسیه یې ملاتړي ده ، خو د مخالفینو مشر ویلي ، چې د اوکراین پوځي ځواکونو هغه راغورزولې ده ولسمشرانواوباما او پوتین هم په تیلیفون کې له یوبل سره په دې اړه خبرې کړې دي. ولسمشراوباما ژمنه کړې ، چې د پېښې لامل معلومولو لپاره به ډېرڅه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې دې الوتکې لس زره متره ارتفاع درلوده او ځمکې ته رانسکوره شوې ده.