تازه خبرونه
د مالیې وزارت د بار وړونکیو موټرو لپاره د GPS لګولو تړون لاسلیک کړ
د مالیې وزارت چارواکو نن (چارشنبه) په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې دا کار یې د پانګونې د جلبولو او د موټرو په ځانګړي ډول د بار وړونکیو موټرو د خوندي تګ راتګ لپاره کړی دی.
مالیې وزارت ویلي؛ د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، مالیې وزارت او افغان پُست امارتي شرکت تر منځ د ټرانزیټ د پراختیا او معیاري کولو لپاره په ټرانزیټي باروړنکیو وسایطو کې د ځیرک قفل (GPS Locker) لګولو تړون لاسلیک شو.
د مالیې وزارت چارواکو نن (چارشنبه) په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي، چې دا کار یې د پانګونې د جلبولو او د موټرو په ځانګړي ډول د بار وړونکیو موټرو د خوندي تګ راتګ لپاره کړی دی.
د مالیې وزارت مرستیال دوست محمد مخلص ویلي: د دې وسیلې (GPS ) له لګولو سره به د ټرانزیټ په برخه کې اسانتیا رامنځته او په بهرنۍ ټرانزیټي برخه کې به باور رامنځته شي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د تدارکاتو رییس حبیب الرحمن طلحه هم وایي: دغه GPS به په بار وړونکیو موټرو کې نصب شي. په هره لارۍ کې، چې زمونږ هېواد ته راننوځي، جي پي اس لګول کېږي او کله، چې له افغانستان څخه وځي، جي پي اس به ترې لرې کېږي.
دغه راز د دولتي شرکتونو عمومي رییس احمد جان بلال وايي، د افغانستان پستي شرکت یو نوی شپږ عددي پستي کوډ او پُستي پتې د پراختیا ملي پروګرام پرانیست، چې د نړیوالې پُستي ټولنې لخوا تائید شوی او له دې وروسته به په ملي او نړیوالو پُستي خدمتونو کې له دغو کډونو څخه استفاده ترسره شي.
د یادولو ده، چې افغان پوست شرکت هڅه کوي په ټول هېواد کې د پوستي خدماتو ۴ زره ۱۰۵ مرکزونه جوړ کړي، چې خپل خدمات یې ټول هېواد ته وغځول شي.