لوبی
د مانچستر یونایتد او کریستیانو رونالدو تر منځ تړون لغو شو
په داسې حال کې، چې کریستیانو رونالدو د پرتګال له ملي لوبډلې سره په قطر کې دی او په نړیوال جام کې د ګډون لپاره چمتووالی نیسي؛ مانچستر یونایتد کلپ په رسمي بڼه ورسره د تړون د لغو کولو اعلان وکړ.
مانچستر یونایتد څرګنده کړې، چې کریستیانو رونالدو به د دوه اړخیزې هوکړې له مخې مانچستر یونایتد پریږدي. دا پرېکړه له هغې وروسته ونیول شوه، چې رونالدو په یوه مرکه کې د مانچستر یونایتد او د هغه د مدیر او روزونکي پر وړاندې خورا جدي تورونه ولګول.
له دې مرکې وروسته مانچستر یونایتد په ډاګه کړه: کریستیانو رونالدو به د دوه اړخیزې هوکړې له مخې مانچستر یونایتد پریږدي؛ ځکه مانچستر یونایتد د هغه له غوره خدمتونو مننه کوي.
له دغې مرکې وروسته ۳۷ کلن رونالدو ته سپارښتنه وشوه، چې د قطر په نړیوال جام کې له ګډون وروسته د کارینګتن روزنیز کلپ ته ور نشي.
د دې خبر په ځواب کې رونالدو ویلي: زه له مانچستر یونایتد او مینه والو سره مینه لرم او دا احساس به هیڅکله بدل نشي. داسې ښکاري، چې زما لپاره د یوې نوې ننګونې د لټې وخت رارسېدلی دی. زه په پاتې فصل او راتلونکي کې مانچستر یونایتد ته بریالیتوب غواړم.
رونالدو د مانچستر یونایتد لپاره په ۳۴۶ لوبو کې ۱۴۵ ګولونه کړي دي.
نوموړي له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۹ پورې په مانچستر یونایتد کې د اروپا لیګ یوه او درې د غوره لیګ اتلولۍ تر لاسه کړې دي.
رونالدو پېنځه ځله د سرو زرو توپ او دوه ځله د فیفا د غوره لوبغاړي نوم خپل کړی دی.