تازه خبرونه

د محرم لسمه د امن په فضا کې ترسره شوه

د هیواد یو شمیر شیعه مشرانو ټینګار کړی چې په افغانستان کې مذهبي یووالي بې ساري دی او عاشورا د ټولو مسلمانانو پورې اړه لري او د دوی ترمنځ د یووالي او پیوستون عامل ګڼل کیږي.

Published

on

Last Updated on: چنګاښ ۱۶, ۱۴۰۴

په افغانستان د محرم لسمه یا د امام حسین علیه سلام د شهادت د تلین یاد او د ماتم ځانګړي مراسم د زرګونو هېوادوالو لخوا په حسینیه‌وو، جوماتونو او تکایا‌وو کې خوندي او سوله‌ییز ترسره شول.

د هیواد یو شمیر شیعه مشرانو ټینګار کړی چې په افغانستان کې مذهبي یووالي بې ساري دی او عاشورا د ټولو مسلمانانو پورې اړه لري او د دوی ترمنځ د یووالي او پیوستون عامل ګڼل کیږي.

په هېواد کې د شعیه‌ګانو ځینې مشران وایي، چې په افغانستان کې مذهبي یوالي بې ساری دی او دا ورځ په ټولو مسلمانانو پورې اړوند ده او مسلمانان سره یو کوي.

یو نومیالی شیعه شخصیت محمد اکبري ویلي: “امام حسین د خدای په لاره کې شهید شو او خپل ژوند یې د اسلام د ساتنې لپاره قرباني کړ. د امام حسین د غم او د شهیدانو د سردار لپاره د ژړا په اړه قوي او باوري اسناد شتون لري.”

یو بل شیعه مشر اسدالله سعادتي هم وویل: “په کربلا کې د امام حسین مثالي دریځ د هغو اهدافو او ارزښتونو ترلاسه کول ول، چې هغه پرې باور درلود؛ مذهبي، اخلاقي او انساني ارزښتونه.”

د اسلامي امارت ځینې چارواکو ویلي، چې عاشورا د مسلمانانو ترمنځ د یوالي او یو بل د منلو بېلګه ده او څوک، چې د افغانانو ترمنځ د مذهب په نوم بې اتفاقي جوړوي بې وجدانه دي.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مشر شهاب الدین دلاور ویلي: “هر هغه څوک، چې د افغانانو ترمنځ توپیر کوي، وجدان نلري او دې هېواد ته وفادار ندی. مونږ ولیدل، چې چا مونږ سره وېشلي وو؛ دا د دوی د خپلو ګټو لپاره ول.”

د ماتم مراسم نه یوازې په کابل کې، بلکې د هېواد په ډېرو ولایتونو کې هم ډاډمن ترسره شول او خلکو په یووالي، خواخوږۍ او ملي یووالي ټینګار وکړ.

یو دیني عالم سید حیدر هاشمي ویلي: “په افغانستان کې لږ شمېر هندو هېوادوال ژوند کاوه او ممکن اوس هم وکړي؛ خو د ولس مطلق اکثریت مسلمان دی. له ۹۹ سلنې څخه ډېر یې د پخوانیو امامانو او لوی امام حضرت ابو حنیفه (رحمة‌الله) پر پیروۍ ویاړي.”

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي؛ افغانان باید د عاشورا او محرم د ورځو له معنویت او برکتونو څخه ګټه پورته کړي، چې د یو پرمختللي، سوکاله، د پوهې او ساینس له برکتونو څخه برخمن افغانستان د جوړولو لپاره سره متحد او په ګډه کار وکړي.

Trending

Exit mobile version