د نوماندو پېژندنه
د محمد اشرف غنی احمدزی لنډه پېژندنه
محمد اشرف غني احمدزى په کال ١٣٢٨ل. هـ كال په کابل کې زېږېدلى دى.
نوموړي لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د کابل په استقلال او حبيبه ليسه کې پاى ته رسولې او د ښوونځي په پېر کې يې د امريکا په متحده ايالاتو کې د يو کلن پروگرام (AFS) بروال شوى دى.
احمدزي د لبنان د بيروت په امريکايي پوهنتون کې د سياسي علومو له څانگې د ليسانس دورې له بشپړولو وروسته خپله لومړۍ ماسټري له ياد شوي پوهنتون څخه په سياسي علومو ترلاسه کړه.
ده همدا راز خپله دوه يمه ماسټري د کولمبيا له امريکايي پوهنتون څخه د نړيوالو اړيکو او انسان پېژندنې او درېيمه ماسټري له همدې پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې ترلاسه کړې ده.
احمدزي د انسان پېژندنې په برخه کې خپله دوکتورا هم د کولمبيا له پوهنتون څخه اخستې ده.
همدارنگه نوموړي ته يوه افتخاري دوکتورا د امريکا د متحده ايالاتو دسکرانتن د پوهنتون لخوا او بله افتخاري دوکتورا دکاناډا د گلف پوهنتون لخوا ورکړ شوې ده او د يوه کال لپاره يې د پاکستان د کراچۍ او لاهور په مدرسو کې د سيرت نبي (ص) په برخه کې زدهکړې کړې دي.
نوموړي د اسلام د سپېڅلي دين د نفاذ، د ښځو د حقونو او ټولنيز عدالت، په قبايلي ټولنه کې د اسلام او دولت جوړښت، داسلامي شريعت په محکمه کې د تشنج او ناورين حل، د افغانستان د معاصرو ادبياتو، له ١٥ مې پېړې څخه تر ١٩ پېړۍ پورې د افغانستان د ٤ سوه کلن تاريخ او ناکامو دولتونو او د هغو د برياليتوب د لارې په اړه څېړنې کړي او آثار يې ليکلي دي.
احمدزي د ډنمارک داروس، دامريکا د بکلي او جانزهويکنز په پوهنتونونو کې د استاد، دنړيوال بانک دستراتيژۍ او کړنلارې دجوړولو په برخه کې د رييس او د ٢٠٠١م کال د دسپتمبر له ١١ وروسته د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو استازي (اخضر ابراهيمي) د سلاکار په توگه دندې ترسره کړې دي.
همدارنگه نوموړي د حامد کرزي په مشرۍ له موقتې ادارې وروسته د انتقالي ادارې د ستر سلاکار، په افغانستان کې د مرستو د انسجام ادارې د رييس او په انتقالي دوره کې د ماليې د وزير په توگه او د دې دورې له پاى ته رسيدو وروسته ديوې مودې لپاره د کابل پوهنتون رييس پاتې شوى دى.
اشرف غني احمدزى د تېرو دوه کلونو په اوږدو کې د امريکا د وکيلانو د نړيوال عدالت په پروگرام کې د قانون د حاکميت پروژو د عالي مشورتي کميتې غړى و او د بروکنگ موسسې د پروژې د عالي کميتې ( په نړۍ کې د سولې او امن رامنځته کيدل ) غړيتوب يې هم درلود.