سیمه ییز خبرونه

د مخابراتو وزارت غواړي په هېواد کې ۷۸ روغتیايي مرکزونو ته انټرنټي خدمتونه ورسوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

د افغانستان د مخابراتو وزارت به په ټول هېواد کې به ۷۸ روغتونونه او روغتیايي مرکزونو ته انټرنټي خدمتونه ورسوي. د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر وايي، په دې  پروژه ۴ میلویونه ډالره لګښت راځي.

د مخابراتو او معلوماتي تكنالوژۍ وزير امير زى سنګين وايي:

د عامې روغتيا له وزارت سره  د شوې هوكړې له مخې  به ۷۸ روغتونونه  د نوري فايبر له لارې يو له بل او د هېواد څخه بهر روغتونونو سره ونښلول شي تر څو ډاكتران نړيوالو څېړنيزو مركزونو ته لاره ومومي.

نوموړی همدارنګه وايي، په دې سره به روغتونونه د معلوماتي تكنالوژۍ په اړينو توكو سمبال شي تر څو ډاكتران وكولاي شي د خپلو ناروغانو درملنه و كړي.

د عامي روغتيا وزيره ثريا دليل دا يو لوی پرمختګ ګڼي او وايي، چي په لومړي پړاو كې به هغه ولايتونو ته  دغه  لړی وغځوي، چي روغتيايي اسانتياوو ته زيات لاسرسی نه لري.

چارواكي وايي دا پروژه ۴ میلویونه ډالره لګښت لري او په ۳ کلو کې به بشپړه شي.

Trending

Exit mobile version