لوبی
د مدغاسکر پر وړاندې د فوټبال ملي لوبډلې لوبه وځنډول شوه
(Last Updated On: کب ۲۸, ۱۴۰۰)
د افغانستان فوټبال فډراسیون څرګنده کړې، چې د مدغاسکر پر وړاندې د فوټبال ملي لوبډلې لوبه د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي له کبله وځنډېده.
یاد فډراسیون زیاته کړې؛ د افغانستان او مدغاسکر فوټبال ملي لوبډلو ترمنځ د چمتووالي لوبه، چې ټاکل شوې وه د مارچ پر ۲۴ د ترکیې په انتالیا ښار کې ترسره شي؛ خو پر کرونا ویروس د سیالې ملي لوبدلې د اخته کېدو له کبله وځنډول شوه.
د فوټبال فډراسیون په یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي لوبډلې لپاره به نوې سیالۍ تنظیم کړي.
د خبرپاڼې له مخې: د فوټبال ملي لوبډلې روزنیز کمپ به د مارچ تر ۳۰ په ترکیه کې ترسره شي.
د افغانستان فوټبال فډراسیون په پام کې لري؛ له هغو لوبډلو سره به وویني، چې په انتالیا کې د فوټبال ملي لوبډلې د کمپ پر مهال حاضرې وې.