سیمه ییز خبرونه
د مدني ټولنې ۳ غړيو له باركزۍ ملاتړى غذايي اعتصاب پيل كړ
له ولسي جرگې څخه ايستل شوې وكيلې سيمين باركزۍ د خپل غذايي اعتصاب لسمه ورځ هم تر سره كړه او له نوموړې سره د ملاتړ په توگه د مدنې ټولنې درې غړيو د تلې په ۱۹ پرغذايي اعتصاب لاس پورې كړ.
په ولسي جرگه كې د قانون ملاتړ ائتلاف خبردارى ور كوي:
كه سيمين باركزۍ د غذايي اعتصاب له كبله ژوند له لاسه وركړ؛ نو دوى به خلك لاريونونو ته وهڅوي.
د ولسي جرگي اصلاح غوښتونكي ډله هم د سيمين باركزۍ له اعتصاب ملاتړكوي او له حكومت غواړي، چي ژر تر ژره په دې اړه اقدام وكړي.
په ولسي جرگه كې د روغتيا كميسيون د سيمين باركزي پر روغتيايي حالت اندېښنه څرگنده كړه.
فريده سوما د آريان راډيو- ټلويزيون خبرياله په دې اړه څرگندوي:
د ميرمن باركزۍ د غذايي اعتصاب په لسمه ورځ له هغې څخه د ملاتړ په توگه د مشرانو جرگي غړي، د مدني ټولنو استازي، د كابل پو هنتون او د يو شمېر شخصي او ولايتي پوهنتونونو محصلين راټول شوي وه. دوى له حكومت څخه غواړي، چې ژر ترژره د ميرمن باركزۍ غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي. يو شمېر محصلينو د اعتراض په توگه خپلې خولې تړلې وې.
د سيمين باركزي خاوند هم د نوموړې روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بولي او د ښځو چارو وزارت په گډون دښځو ملاتړبنسټونه د سيمين باركرزۍ په مسئله كې پر بې پروايۍ تورنوي.
د مدني ټولنو درې تنو استازيو هم له سيمين باركزۍ څخه د ملاتړ په توگه له نوموړې سره يوځاى پرغذايي اعتصاب لاس پورې كړ.
په ولسي جرگه كې له قانون څخه ملاتړ ائتلاف غړى لطيف پدرام وايي:
كه ميرمن باركزۍ د غذايي اعتصاب له كبله ژوند له لاسه وركړ؛ نو دوى به يې عاملين د محكمې ميز ته كښېنوي.
د ولسي جرگي اصلاح غوښتونكي حسن مموزي هم له سيمين باركزۍ د ملاتړ تر څنگ له حكومت غواړي، چي په دې اړه ژر تر ژره اقدام وكړي .
دا په داسې حال كې ده، چې د ولسي جرگي د روغتيا كميسيون وايي، چې:
د سيمين باركزۍ پښتورگو زيان ليدلى او روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
