تازه خبرونه

د مرستو کمېدا به په افغانستان کې د ماشومانو د مړینې خطر زیات کړي – ډبلیو‌اف‌پي

په افغانستان کې د WFP استازي جان ایلیف ویلي؛ په هېواد کې روان کال د “ماشومانو د خوارځواکۍ د له ترټولو لوړ زیاتوالي” سره پیل شو او د خوارځواکۍ کچه اوس هم مخ پر لوړېدو ده.

Published

on

افغانستان د خپل تاریخ له یو ډېر بد بشري بحران سره مخ دی؛ د ماشومانو د خوارځواکۍ کچه پوره لوړه شوې او د ملګرو ملتونو د نړیوال خوراکي پروګرام د څرګندونو له مخې؛ نړیوالې مرستې چټکې کمې شوې دي.

په افغانستان کې د WFP استازي جان ایلیف ویلي؛ په هېواد کې روان کال د “ماشومانو د خوارځواکۍ د له ترټولو لوړ زیاتوالي” سره پیل شو او د خوارځواکۍ کچه اوس هم مخ پر لوړېدو ده.

نوموړي د دوه میلیون کډوالو د بېرته راستنېدا په ګډون، دوامداره وچکالي، وروستۍ زلزلې او د بشري مرستو چټکه کمېدا د روان بحران د زیاتېدا عوامل بولي.

د ملګرو ملتونو د څرګندونو له مخې؛ په افغانستان کې نږدې پېنځه میلیون میندې او ماشومان اوس له خوارځواکۍ رنځیږي. اوسمهال WFP یوازې د هېواد د وږو خلکو ۱۰ سلنې ته خواړه ورکولی شي. ایلیف خبرداری ورکړ چې د ادارې تمویل به په نومبر کې پای ته ورسیږي.

هغه وایي: “مونږ له دې مخکې خوارځواکه میرمنې او ماشومان له روغتیایي آسانتیاوو لرې کوي؛ ځکه، چې نشو کولی خواړه ورته برابر کړو.”

د WFP چارواکي ټینګار کوي، چې دا به ویجاړوونکې پیلې ولري. “سږ کال به د ماشومانو د مړینې ناڅرګنده څپه د پخوا پر پرتله نوره هم ویجاړونکې وي؛ دا یوازې پدې دلیل، چې نړیوال غبرګون نه وینو.”

Trending

Exit mobile version