تازه خبرونه
د مزارشریف ښار په یوه جومات کې چاودنې لسګونه کسانو ته مرګ و ژوبله واړوله
د مزارشریف ښار په سه دکان جومات کې چاودنې نن پنجشنبه د غویی لومړۍ لږ تر لږه ۱۰ کسان وژلي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د بلخ ولايت امنيتي چارواکي وايي، پېښه د مزارشريف ښار د سه دکان په جومات کې د ماسپښين د لمانځه پر مهال رامنځته شوې ده.
د امنيه قومندانۍ وياند آصف وزيري پېښه تائيد کړې او څرګندوي، چې چاودنه په جومات کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له کبله رامنځته شوې ده.
د پېښې عيني شاهدانو ويلي، چې د ځاني زیان شمېر له هغه ډېر دی، چې امنيتي ځواکونو څرګند کړی دی.
داعش د دغه برید مسوولیت منلی دی.
دا برید دوه ورځې وروسته له هغې رامنځته کېږي، چې د کابل په لویدیځ برچي سیمه کې درې چاودنو شپږ کسان ووژل او ۱۱ نور ټپیان دي.
اسلامي امارت په هېواد کې وروستۍ چاودنې غندلي او وایي، چې دا «جنایات» د هغو کړیو کار دی، چې له افغان ټولنې سره هیڅ تړاو نلري.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه د فساد رامنځته ګوونکیو او شریرو عناصرو په له منځه وړلو کې ښه تجربه لري.
ده زیاته کړې، چې د دغو بريدونو عاملين به ډېر ژر ونيول شي او سزا به ورکړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن د کابل په ګډون په ننګرهار او کندوز کې هم چاودنې رامنځته شوي، چې د څرګندونو له مخې مرګ و ژوبله هم لري.
