Connect with us

تازه خبرونه

د مسجد الحرم د بام پر سر د جرثقیل د رالویدو په پېښه کې ۳۱۵ تنو ته مرگ و ژوبله اوښتې

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-09-12-09h47m54s122

د سعودي عربستان چارواکو ویلي دي، چې یو سل و اووه کسان هغه وخت وژل شوي او دوه سوه اته دېرشتنه نورتپیان دي، چې یو جرثقیل په مکه معظمه کې د مسجد الحرم د بام په سر راولوید.

په هغو تصویرونو کې، چې ټولنیزو رسنیو خپاره کړي؛ هغه خلک ښودل شوي دي، چې چپني یې په وینو سرې وې. جرثقیل د مسجد د پراخیدو پر کار اخته و.

یوه میخانیک محمد طاهر رسنیو ته ویلي؛ د جرثقیل د رالویدو په وخت کې سخت باران وریده او زورور باد چلیده.

دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې د حج مراسم رانژدې دي او همدا اوس په سلگونه زره کسان د حج د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته رسیدلي او خپل ځانگړي عبادات تر سره کوي.

Advertisement

تازه خبرونه

IEA attends OIC summit in Gambia

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

The Islamic Emirate of Afghanistan (IEA) announced Sunday that its delegation is attending the 15th summit of the Organization of Islamic Cooperation (OIC) in the Gambian capital Banjul.

The two-day summit of the heads of the Organization of Islamic Cooperation started on Saturday. World leaders from the 57 member countries of the OIC and beyond are expected to attend, said the OIC in a statement ahead of the summit.

The Ministry of Foreign Affairs in a statement said that its spokesman and head of the department of international organizations of the ministry are representing the IEA at the OIC summit.

The statement said that in addition to participating in the general session, the delegation will meet with high-ranking officials of the Organization of Islamic Cooperation and representatives of its member countries to discuss various issues.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت له اسرائیلو سره د ترکیې د سوداګرۍ له ځنډولو هرکلی وکړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي پر غزې د اسرائیلو د بریدونو له کبله د ترکیې له هغې هڅې هرکلی وکړ، چې له اسرائیلو سره یې سوداګري ودروله.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن یکشنبه ( د غویی شپالسمه) د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د ترکیې د سفارت له چارسمبالي جنک اونال سره په کتنه کې د اسرائیلو پر وړاندې د انقرې له وروستۍ هڅې ستاینه وکړه.

په دې کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو سربېره د افغانستان د وروستیو مثبتو پرمختګونو او هېواد ته د سیاسي او اقتصادي پلاویو پر سفرونو هم خبرې وشوې.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست دغه راز د لاجورد له لارې له ترکیې سره د افغانستان د سوداګرۍ د پیل او د دغو دواړو هېوادونو د ګډو نندارتونونو پر پرانیستلو هم خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په کابل کې د ترکیې سفارت چارسمبالي ویلي؛ هېواد یې په افغانستان کې له وروستیو پرمختګونو خوښ دی او څرګندوي، چې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره باید ګډې هڅې وشي.

هغه زیاته کړې، چې په راتلونکیو څو ورځو کې به ترکش ایرلاین کابل ته خپلې الوتنې پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د بدخشان د اوسیدونکیو د اعتراضونو د څېړلو لپاره د پوځ د ستر درستیز فصیح الدین فطرت پر مشرۍ د یوه پلاوی له ټاکل خبر ورګړی دی.

نوموړي په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ د اسلامي  امارت د رهبر د فرمان له مخې په ټول هېواد کې د کوکنارو د کښت د له منځه وړلو بهیر پيل شوی، خو  تېره ورځ په بدخشان کې ځینو سرغړوونکیو پر امنيتي ځواکونو د برید هڅه کړې، چې په پایله کې یې خواشينوونکې پېښې را منځته شوې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ټینګار کړی، چې هیڅ سیمه د کوکنارو له کښت څخه مستثنی نده.

د اسلامي امارت په خبرپاڼه کې راغلي: د ریاست الوزرا له لوري د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز قاري صاحب فصيح الدين فطرت پر مشرۍ يو پلاوی ټاکل شوی، چې په جوړښت کې یې له فرامینو او حکمونو څخه د څارنې لوی ریيس شمس الدين شریعتي، د کورنیو چارو وزارت د مخدره توګو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق، د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال رحمت الله نجيب او د بدخشان د عالمانو شورا ریيس مولوي عبدالمومن برخه لري.

د کورنیو چارو وزارت تائیدوي، چې په دې ولسوالۍ کې د کوکنارو کروندو د له منځه وړلو له ځواکونو سره په نښته کې یو تن سیمه‌ییز وګړی وژل شوی دی.

ویل کیږي، چې د بدخشان په درایم ولسوالۍ کې له تېرو څو ورځو راپدیخوا د اسلامي امارت پر ضد اعتراضونه شوي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!