سیمه ییز خبرونه

د مسکو پر کنسرت له وسلوال برید وروسته تاجکي کډوال د تېښتې په حال کې دي

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۲, ۱۴۰۳)

د تاجکستان د کار، مهاجرت او کار موندنې وزارت ویلي؛ د مارچ پر ۲۲ ماسکو ته نږدې پر کنسرت له وسلوال برید وروسته له روسیې څخه تاجکستان ته د مهاجرو کارګرانو د اوښتو شمېر مخ پر ډېرېدو شو.

یوه اوونۍ مخکې وسله‌والو کسانو مسکو ته نږدې د کنسرت پر ګډونوالو پرله‌پسې ډزې وکړې او لږترلږه ۱۴۴ کسان یې ووژل، چې دا له تېرو دوه لسیزو راپدیخوا په روسیه کې تر ټولو خونړی برید و.

څلور شکمن وسله‌وال د تاجکستان وګړي دي او له اووه نورو شکمنو کسانو سره یو ځای ونیول شول، چې ځینې یې د شوروي د منځنۍ آسیا هېوادونه هم دي.

د تاجکستان د کار وزارت مرستیاله شهناز نادري ویلي: مونږ ته ډېر ټیلیفونونه راځي. دا زنګونه تر ډېره حده د ځورونې شکایتونه ندي، بلکې زمونږ د وګړو وېره  ده؛ ډېري یې غواړي، چې له روسیې ووځي. مونږ اوس وضعیت څارو، تاجکستان ته د راغلیو کسانو شمېر د هغو کسانو پر پرتله ډېر دی، چې د وتلو په حال کې دي.

د تاجکستان یوې امنیتي سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، روسیې په روانه اوونۍ کې نهه کسان د ډله‌ییزې وژنې او داعش سره د تړاو پر شک، چې مسوولیت یې منلی؛ نیولي دي.

انټرفکس خبري اژانس د جمعې پر ورځ د روسیې د ودانیو جوړوونکیو ملي اتحادیې د مشر انتونیو ګلوشکوف د څرګندونو له مخې څرګنده کړې، چې د کډوالو کارګرانو له وتلو سره به د روسیې په اقتصاد کې د کارګرانو کمښت نور هم خراب شي.

د تاجکستان د کار وزارت تمه لري، چې له روسیې څخه د مهاجرو وتل به لنډمهاله وي.

Trending

Exit mobile version